د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما: طالبانو په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر ته د ښځینه کارکونکو د ننوتلو مخه نیولې


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په یوه بیان کې ویلي چې د طالبانو ځواکونو په کابل کې د ملګرو ملتونو دفترونو ته د افغان ښځینه کارمندانو او قراردادیانو د ننوتلو مخه نیولې وه.

یوناما دا اقدام "د ملګرو ملتونو د کارمندانو د امتیازاتو او معافیت په اړه د نړیوال قانون سرغړونه" بللې ده.

یوناما دا هم ویلي چې طالبانو په ټول افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفترونو ته "په لیکلي یا شفاهي ډول" د دې محدودیت په اړه خبر ورکړی دی.

یوناما په یوه بیان کې ویلي چې "امنیتي ځواکونه په کابل، هرات او مزار شریف کې د ملګرو ملتونو د تاسیساتو په دروازو کې په ښکاره ډول حضور لري ترڅو دا محدودیت پلي کړي."

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک وویل، طالبانو د سپتمبر په ۷مه په ملګرو ملتونو کې د افغان ښځینه کارکونکو باندې نوي محدودیتونه ولګول.

هغه زیاته کړه: "دې محدودیتونو د افغانستان زلزله ځپلو سیمو ته د ملګرو ملتونو د اړینو بشري مرستو رسول له جدي خطر سره مخ کړي دي."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) دا هم ویلي چې ملګرو ملتونو همدارنګه راپورونه تر لاسه کړي چې "امنیتي ځواکونه هڅه کوي افغانې کارکوونکې ساحوي ځایونو ته له سفر څخه منع کړي، چې په دې ساحوي ځایونو کې په زلزله ځپلو سیمو کې له ښځو او نجونو سره د مرستې او همدارنګه له ایران او پاکستان څخه د راستنیدونکو افغان کډوالو د هرکلي په څیر عملیاتي مرکزونه شامل دي."

یوناما وویل چې دوی د طالبانو له چارواکو سره په تماس کې دي ترڅو دا محدودیتونه "سمدلاسه لرې کړي"، چې د دوی په وینا " دغه اقدامات په افغانستان کې د واکمنو چارواکو او ملګرو ملتونو ترمنځ له وړاندې ترسره شوې خبرې او هوکړې له پامه غورځوي."

د یوناما په مطبوعاتي اعلامیه کې راغلي، "دغسې هوکړو ملګرو ملتونو ته دا توان ورکړی و، چې په ټول هیواد کې مهمې بشري مرستې ورسوي په داسې حال کې چې ټول کلتوري حساسیتونه په پام کې نیول کیدل ترڅو ډاډ تر لاسه شي چې د ښځو له خوا ښځو ته مرستې رسیږي."

یوناما خبرداری ورکړی چې د طالبانو وروستۍ کړنه "د ژوند ژغورونکي او اړینې بشري مرستې چې اوس مهال د افغانستان په ختیځ کې په زلزله ځپلو سیمو او د افغانستان، ایران او پاکستان د پولو په اوږدو کې سلګونو زره ښځو، نارینه وو او ماشومانو ته ورکول کیږي د جدي خطر سره مخ دي."

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په کونړ ولایت کې د وروستۍ زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۱۶۰۰ میندوارې ښځې اغیزمنې شوې دي.

دې سازمان څو ورځې وړاندې په یوه راپور کې وویل چې افغانستان د ښځو لپاره خوندي هیواد نه دی او په افغانستان کې د میندو د مړینې کچه تر ۵۰ سلنې پورې لوړه کیدی شي.

ملګرو ملتونو دا هم ویلي چې د جنوري راهیسې، له ۲.۴ میلیون څخه ډیر افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ورستانه شوي دي، چې ۵۲ سلنه یې ښځې دي.

وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د افغانستان کنټرول بیرته ترلاسه کړ، افغانې ښځې او نجونې له شپږم ټولګي څخه پورته زده کړې، په دولتي او غیر دولتي ادارو کې کار کولو، په آزاده توګه سفر کولو، او عامه پارکونو، سپورت ځایونو، عامه حمامونو او د سینګارتونو ته له لاسرسي څخه محرومې کړې.

څو ورځې وړاندې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمیشنر مرستیال په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو "تبعیضي او ظالمانه" چلند د "جنسیت پر بنسټ سیستماتیک تاوتریخوالي" یوه بیلګه وبلله او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې طالبان دې ته اړ کړي چې په هره ممکنه لاره کې د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.

سره له دې چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو د چلند په اړه پراخې نیوکې کیږي، دا ډله ادعا کوي چې د افغانو ښځو حقونه یې د افغانانو د کلتور سره سم او د اسلامي شریعت په چوکاټ کې تضمین کړي دي، او د ښځو مسله یې په افغانستان کې یوه "داخلي مسله" بللې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG