د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، خپل روسي سیال، سرګي لاوروف، ته ویلي دي چې روسیه باید په اوکراین کې د روانو وژنو د پای ته رسېدو لپاره "معنا لرونکي" ګامونه پورته کړي.
روبیو او لاوروف د چهارشنبې په ورځ (د سپټمبر ۲۴) په نیو یارک کې د ملګرو ملتونو د اتیایمې عمومي غونډې په څنډې کې سره ولیدل.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ویاندې، ټامي پیګاټ، په یوې اعلامیې کې ویلي: "د بهرنیو چارو وزیر د ولسمشر ټرمپ دریځ بیا تکرار کړ چې وژنې باید ودرول شي او مسکو باید د روسیې او اوکراین جګړې ته د تلپاتې حل لپاره معنا لرونکي ګامونه پورته کړي."
مارکو روبیو د اېکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې ولسمشر ټرمپ "هرچیرې او هرځای- د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې په ګډون" د سولې بیا رغول یې خپل لومړیتوب ګرځولی دی.
روبیو زیاته کړې که جګړه پای ته ونه رسیږي، ولسمشر ټرمپ به د دوامداره یرغل په وړاندې به اړین ګامونه پورته کړي.
ټرمپ ویلي چې تېره اونۍ شاوخوا ۸۰۰۰ کسان په اوکراین کې وژل شوي او زیاته کړې یې ده که چېرې روسیه د جګړې د پای ته رسېدو لپاره له اوکراین سره موافقې ته ونه رسیږي، په مسکو به قوي تحریمونه ولګوي.
ولسمشر ټرمپ د سه شنبې په ورځ په نیویارک کې د اوکراین له ولسمشر، ولادمیر زیلینسکي، سره له یوې لیدنې وروسته وویل چې کییف کولی شي چې د "وخت په تېرېدو او صبر سره" هغه سیمې بیا ترلاسه کړي چې روسیې ته یې له لاسه ورکړي.
ډونالډ ټرمپ د تروت سوشل په ټولنیزې شبکې کې لیکلي: ولې نه؟روسیه له درې نیمو کلونو راهیسې بې هدفه جګړه کوي، یوه داسې جګړه چې باید د ګټلو لپاره یې یو ریښتینی پوځي ځواک له یوې اونۍ څخه لږ وخت یې نیولی وای. دا د روسیې ځانګړتیا نه په ډاګه کوي. په حقیقت کې، دا دوی د 'یو کاغذي پړانګ' په څیر ښکاره کوي."
د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا فکر کوي چې که روسي الوتکې د ناټو هېوادونو له هوايي حریم څخه سرغړونه وکړي، نو هغه هیوادونه باید دا الوتکې وغورځوي، ټرمپ وویل، "هو، زه فکر کوم".
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د روبیو او لاوروف ترمنځ د چهارشنبې د ورځې د غونډې په اړه یوه اعلامیه خپره کړې، خو د دواړو ډیپلوماتانو ترمنځ د بحث شویو موضوعاتو په اړه یې جزیات ندي خپاره کړي.
فورم \ دبحث خونه