د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژندی


د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د طالبانو د حکومت نوی ټاکل شوی سفیر، ګل حسن حسن، د پنجشنبې په ورځ د جولای په ۳مه (د سرطان ۱۲ مه) نیټه د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندری رودینکو ته خپل باورلیک وړاندې کړ. په دې سره روسیه لومړنی هیواد شو چې طالبان یې په رسمیت وپېژندل.

روسیې ویلي چې د افغانستان د اسلامي امارت د حکومت رسمتپیژندنه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د "مثمرې دوه اړخیزې همکارۍ" دروازې نورې هم پرانیزي.

د روسي چارواکو په وینا، دوی د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، انرژۍ، ترانسپورت، کرنې، او بنسټیزو پروژو په برخو کې د پراخو همکاریو امکانات ویني.

په بیان کې راغلي: "موږ به له کابل سره په سیمه‌ییز امنیت کې د پیاوړتیا، د ترهګرۍ ضد مبارزې، او د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړو."

دغه راز، مسکو د تعلیم، سپورټ، فرهنګ، او بشري همکاریو په برخو کې د اړیکو پراخول هم ارزښتناکه ګامونه بولي.

بل‌خوا، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پر خپل ایکس حساب کېلیکلي چې د روسیې سفیر، دیمیتري ژیرنوف، د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره لیدلي او د روسیې د حکومت پرېکړه‌یې په رسمي ډول ورسره شریکه کړې چې ددې ډلې په وینا غواړي د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.

په ورته وخت کې چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ په ایکس حساب کې لیکلي، "افغانستان باید له نړیوالې ټولنې څخه ګوښه نشي."

هغې زیاته کړه: "پروا نه کوي چې په افغانستان کې داخلي یا بهرنيوضعیت څنګه بدلیږي، د چین او افغانستان ترمنځ ډیپلوماتیکې اړیکې هیڅکله هم نه دي مختل شوې."

خو په داسې حال کې چې مسکو د طالبانو حکومت په رسیمت وپېژندی، د امریکا متحده ایالتونه بیا پر دې ارزونه کوي چې د طالبانو ډله د امریکا تروریستي لست ته ورواچوي او که نه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د مې میاشتې په ۲۱ مه وویل، واشنګټن دا ارزوي چې طالبان د "بهرني ترهګر سازمان" په توګه ونوموي او که نه.

روبیو دا څرګندونې د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې ته د خپل راپور ورکولو پر مهال کړې وې.
نوموړي ویلي و: "زما په اند دا ارزونه اوس بیا پیل شوې ده."

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې وشوې چې د امریکا د دفاع وزیر، پیټ هېګسېت، له افغانستان څخه د امریکا د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې د بې نظمه وتلو د هر اړخیزې ارزونې امر وکړ. د کابل په هوایي ډګر کې د داعش د یوه ځانمرګي برید له امله ۱۳ امریکايي سرتېري او ۱۵۰ افغانان ووژل شول.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ، تل د امریکا د بهرنیو پوځي مداخلو مخالفت کړی او د خپلې ولسمشرۍ د دوهمې دورې د لوړې مراسمو پر مهال یې وویل، غواړي "د سولې د راوستونکي" رول ولوبوي.

ټرمپ خپل د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې دا پریکړه کړې وه چې له طالبانو سره مستقیمې خبرې وکړي، او حتی غوښتل‌یې چې د طالب له مشرانو سره کمپ ډېوېډ کې ملاقات وکړي.

د همدې خبرو په ترڅ کې په ۲۰۲۰میلادي کال کې امریکا له طالبانو سره د قطر په پلازمینې دوحې کې هوکړه وکړه چې که طالبان له افغان حکومت سره سوله وکړي او القاعده، داعش، او نورو ترهګرو ډلو ته د فعالیت زمینه نه برابروي، نو امریکایي ځواکونه به تر ۲۰۲۱ د مې تر میاشتې له افغانستانه ووځي.

وروسته له هغې چې جو بایډن په ۲۰۲۱ میلادي کال کې واک ته ورسېد، ویې ویل چې باید دا تړون ومني، ځکه د ردولو په صورت کې به طالبانو سره جګړه بیا پیل شي، او ښايي اضافي ځواکونه افغانستان ته واستول شي.

ټرمپ د ۲۰۲۴ د انتخاباتي کمپاین پر مهال، د پخواني ولسمشر بایډن پر ادارې سختې نیوکې وکړې او د افغانستان څخه د امریکایي عسکرو وتل یې "د هېواد په تاریخ کې تر ټولو شرموونکې ورځ" وبلله.

ولسمشر ټرمپ ټینګار کاوه چې دا وتل باید په "عزت، ځواک، او واک" سره ترسره شوې وای.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG