نن پنجشنبه مۍ ۱۵ (ثور۲۵) د متحدو ایالتونو ستره د ولسمشر دونالډ ټرمپ د هغه پلان په اړه دلایل او دعوې اوروي چې غواړي په متحدو ایالتونو کې د زېږون په اساس د تابعیت حق ختم کړي.
دا د امریکا د اساسي قانون یوه ماده ده، چې د دغه هېواد په پولو او سرحدونو کې دننه هر زېږېدلي او زېږېدونکي انسان ته د متحدو ایالتونو تابعیت ورکول کېږي.
د پنجشنبې د ورځې استعماعیه غونډه تر ډیره په دې اړه ده چې ایا ابتدايي محکمې دا واک لري چې د ټرمپ د حکومت هغه هڅې بندې کړي چې د هغو خلکو د زیږون د تابعیت حق محدود کړي چې مور او یا یې پلار د متحده ایالاتو تابیعت ولري او یا دایمي قانوني اوسیدونکي وي.
د عدلیې وزارت وکیلان وايي چې د ولسوالۍ قاضیان د ولسمشر د وړتیا او د اجندا شنډولو ته دوام ورکوي.
دیموکراتان او د ولسمشر منتقدین وايي چې محکمې هغه د غیرقانوني اقداماتو څخه منع کوي.
د ټرمپ اداره غواړي چې ستره محکمه ولسمشر ته اجازه ورکړي چې خپله پالیسي په هغو ځایونو کې پلي کړيچې دا په قانوني توګه ننګول شوې نه وي.
فورم \ دبحث خونه