د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي چې دا په اسرایلو پورې اړه لري چې په غزې کې به یې د حماس د ترهګریز سازمان سره په روانې ۲۱ میاشتنۍ جګړه کې راتلونکی اقدام څه شي وي ځکه د هغه تمرکز اوس په دې جنګ ځپلې سیمه کې ملکیانو ته د مرستو د رسولو د بهیر تقویت دی.
ولسمشر ټرمپ دغه څرګندونې د سې شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو سره د خبرو پرمهال وکړې.
ښاغلي ټرمپ د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې چې آیا هغه به د ځینو اسرایلي سیاستمدارانو د هغې غوښتنې ملاتړ وکړي چې غواړي اسرایل په غزه کې د حماس وروستي سنګرونه ونیسي وویل چې هغه اوس پر دې تمرکز کوي چې اسرایل او عربي هیوادونو دې ته وهڅوي چې په غزه کې د خوراکي مواد په توزیع او تمویل کې مرسته وکړي ځکه د غزې خلک « د خوراکي مواد له اړخه په ښه وضیعت کې نه دي.»
ښاغلي ترمپ داسې وویل«تر هغه چې پاتې مسایل مطرح کېږي، زه په ریښتیا هم څه نشم ویلای دا به د اسرایلو مربوط کېږي.»
ټرمپ دغه څرګندونې د هغه سوال په ځواب کې وکړې چې د اسرایلو له خوا د غزې د ممکنه بشپړ اشغال د ملاتړ په برخه کې د ولسمشر ټرمپ څخه وشو.
د ملګرو ملتونو او مرستندویه سازمانونو چارواکو په دې ورستیو کې د غزې د بشري وضیعت په کله خبرداری ورکړی دی او ویلي یې دي چې په سیمه کې د ملکیانو د میړنې او خوار ځواکۍ مخ پرزیاتیدو خطر موجود دی.
اسرایلو د خوراکي موادو د کمښت په برخه کې دغو نړیوالو اندېښنو ته په ځواب کې په غزه کې خپلو ځواکونو ته امر کړی دی چې هره ورځ په خپلو عملیاتو کې وقفې راولي چې د هوا او ځمکې له لارې د بهرنیوو مرستو د توزیع دپاره لاره هواره کړي.
په عین حال کې د امریکا د باندینوچارو د وزارت ویاندې تمي بروس د سې شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې امریکا پر دې تمرکز کوي چې په غزې کې پاتې یرغمل شوي کسان چې د حماس له خوا په قید کې ساتل کېږي آزاد شي، او د دوو امریکایانو پاتې شوني بیرته وسپارل شي او دغه راز حماس بیا هیڅکه په غزې کې حمکراني ونکړي.
فورم \ دبحث خونه