د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي هغه د چین د ولسمشر شي جینپینګ سره د کال د پای ته رسیدو نه مخکي لیدوکاتو ته چمتو دی خو په دې پورې اړه لري چې امریکا او چین د تجارت په برخه کې موافقه ته سره رسېږي او که نه رسېږي.
ښاغلي ټرمپ دغه څرګندونې د امریکا د (سي ان بي سي) تلویزوني شبکې سره د سې شنبې په ورځ د یوې مرکې په ترڅ کې وکړې او زیاته یې کړه چې ښاغلي شي د هغه نه د ملاقات غوښتنه کړې ده او دا چې دا مسله برعکس نه ده.
هغه داسې وویل « زه کولای شم چې ملاقات ورسره وکړم. مونږ ډيرې ښې اړیکې لرو.»
ښاغلي ټرمپ زیاته کړه چې شي ترې د ملاقات غوښتنه کړې وه او دا چې« زه به د کال د پای نه مخکي ورسره ووینم که چیرې مونږ د تجارت په برخه کې موافقې ته سره ورسېږو. که چیرې موافقې ته ونه رسیدو، نو زه به ورسره ونه وینم.»
ولسمشر ټرمپ وویل چې هغه خوشبینه دی چې امریکا به د چین سره د سوداګرۍ په برخه کې یوې «ښې موافقې» ته ورسېږي.
د یادونې وړ ده چې د امریکا او چین د سوداګرۍ استاځو تیره اونۍ په سویډن کې د څو ورځو دپاره مزاکرات وکړل خو په دې کې پاتې راغلل چې د اګست د ۱۲ مې نېټې د مهلت نه مخکي یوې دایمي موافقې ته سره ورسیږي.
د مې په میاشت کې دواړو هیوادونو موافقه وکړه چې پر وارداتو باندې د لګیدليو پراخو مالیاتو کچه به راکښته کړي. امریکا خپلې تعارفې د ۱۴۵ فیصده څخه ۳۰ فیصدو ته راکښتې کړې په داسې حال کې چې چین بیا د ۱۲۵ فیصدو څخه لس فیصدو ته راکښته کړې.
فورم \ دبحث خونه