سپینه ماڼۍ وایي چې ولسمشر ټرمپ په اوکراین کې د جګړې د ختمولو لپاره د روسیې او اوکراین له ولسمشرانو ولادیمیر پوتین او ولادیمیر زیلنسکي سره خبرو چمتو دی.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت یادونه وکړه چې ولسمشر ټرمپ په مسکو کې د پوتین او د امریکا د ځانګړي استازي سټیف ویتکاف ترمنځ خبرو کې د «عالي پرمختګ» په اړه غږېدلی دی.
کارولین لیویت وویل: «روسانو له ولسمشر ټرمپ سره د غونډې هیله څرګنده کړې او ولسمشر د دواړو ولسمشر پوتین او ولسمشر زیلینسکي سره خبرو ته تیار دی. ولسمشر ټرمپ غواړي دا ظالمه جګړه ختم شي.»
ولسمشر ټرمپ د راتلونکې جمعې تر ورځې پورې روسیې ته مهلت ورکړی، چې د جګړې ختمولو لپاره یو تړون وکړي، که نه له بندیزونو او لوړو تعرفو سره به مخامخ شي چې په کښي پر هغو هیوادونو هم بندیزونه شامل دي چې د روسیې ځخه ارزانه تیل رانیسي.
د روسیې د تیلو په برخه کې امریکا چین اوهند په ګوته کړي چې د روسیې څخه زیاته اندازه ارزانه تیل رانیسي او د امریکا په وینا په اوکراین کې د روسیې د «جکړې ماشین تمویلوي.»
دا په داسې حال کې ده چې د سولې د ماموریتونو دپاره د امریکا ځانګړي استاځي سټیف ویټکاف د چارشنبې په ورځ په ماسکو کې د روسیې د ولسمشر سره د اګست د ۸ مې نېټې د مهلت د پوره کېدو مخکي ولېدل.
د روسیې د باندنیوچارو وزرات هغه ویډیو خپره کړې چې د کریملن په ماڼۍ کې د ښاغلي ویټکاف او ولسمشر ویلادمیر پوتین روغبړ ښکاره کوي. د دواړو خواوو ترمنځ غونډه پای ته رسېدلې ده، خو د غونډې د نتیجې په هکله جزیات نه دي ورکړل شوي.
ولسشمر ټرمپ وروسته له هغې د روسیې په برخه کې مایوسي څرګنده کړه چې دغه هیواد په اوکراین باندې خپلو هوايي بمباریوو ته په دوامداره توګه ادامه ورکوي او د ملکیانو ډک ښارونه په نښه کوي.
امریکايي چارواکي وايي چې د روسیې او اوکراین په جګړه کې په لسګونو زره خلک وژل شوي دي.
فورم \ دبحث خونه