د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د کابل د ابي ګیټ برید کې د وژل شویو امریکایي ځواکونو د درناوي اعلامیه لاسلیک کړه


د اعلامیې د لاسلیک کېدو په وخت کې د وژل شویو سرتېرو د کورنۍ غوي هم په سپینې ماڼۍ کې وو.
د اعلامیې د لاسلیک کېدو په وخت کې د وژل شویو سرتېرو د کورنۍ غوي هم په سپینې ماڼۍ کې وو.

د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ د کابل د نړیوال هوايی ډګر د ابي ګیټ د دروازې په مخکې د ځانمرګي برید د کلیزې په مناسبت یوه اعلامیه لاسلیک کړه.

په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په مهال په دغه ځانمرګي برید کې ۱۳ امریکایي سرتېري ووژل شول.

ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې دا اعلامیه لاسلیک کړه. د اعلامیې د لاسلیک کېدو په مهال د وژل شویو سرتېرو د کورنۍ غړي هم وو.

ولسمشر ټرمپ وویل: «موږ پوهېږو چې دا پېښه باید نه وای شوې، باید اجازه ورکړل شوای نه وای چې دا کار شوی وای.»

هغه زیاته کړه: «موږ هغه ۱۳ تنه په یاد لرو او هغه کسان هم په یاد لرو چې ژوبل شوي، تقریبآ ۳۲ تنه او موږ ورسره تل په تماس کې یو. هغوی خپل لاسونه او پښې بایللې او مخونه یې ټوک ټوک دي. هغو کړیږي او موږ یې درک کوو. دا باید نه وای شوی، هغوی په غلط ځای کې وو. باید ښه ځای وای، چې باید په کې وای، لویه پوځي اډه چې سلګونه هکتاره احاطه لرې. هېڅوک ورته نژدې کیدای نه شوای. موږ د بې کفایته خلکو یوه ډله لرله چې د هېواد چارې یې مخې ته وړلې. موږ به د هغو خلکو په اړه لږ وغږېږو چې زه یې پېژنم، ځوانان، نجونې او نور چې مړه شول. سلګونه کسان وژل شوي دي، سلګونه کسان بې ځایه له بل لوري وژل شوي. هغوی داسې کوم څه نه دي کړي چې چاته زیان ورسوي. ډاروونکې ورځ وه. زه فکر کوم چې په هر لحاظ دا ډېره بده ورځ وه، زموږ د هېواد په تاریخ کې تر ټولو شرموونکې ورځ. په عین حال کې مو ډېر څه زده کړل. موږ لوی درس واخیست او دا به بیا هېڅکله پېښ نه شي.»

د متحدو ایالتونو مخکني ولسمشر جوبایډن په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه امریکایي ځواکونه واېستل او بیا طالبانو د کابل کنترول ترلاسه کړ. د سرتېرو د وتلو په مهال د کابل د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر د «ابي ګیټ» په مخکې ځانمرګی برید وشو چې ۱۳ امریکایي سرتېري يې ووژل.

دغو ځواکونو له افغانستان څخه د انتقال په پروسې کې مرسته کوله، په مخکني ولسمشر جوبایډن باندې انتقادونه کېږي چې له افغانستان څخه یې ځواکونه په ګډوډ وضعیت کې واېستل.

د ولسمشر ټرمپ مرستیال جی ډي وینس هم د دغې پېښې پړه د جوبایډن په حکومت باندې واچوله.

ښاغلي وینس د دغې اعلامیې له لاسلیک کېدو وروسته د بایډن په حکومت انتقاد وکړ او ویې ویل: «دا واقعیت دی چې د متحدو ایالتونو ولسمشر [جوبایډن] د بې کفایتۍ له کبله ستاسو عزیزانو له لاسه ورکړل او هېڅکله یې په حکومت کې تاسو ته پام ونه کړ. هېڅکله یې قلم په لاس کې وانخیست چې ستاسو د سرښندنو مننه وکړي.»

په ۲۰۲۱ کې د دوحې د تړون په اساس، چې د ولسمشر ټرمپ په لومړي دور کې د متحدو ایالتونو او طالبانو سره لاسلیک شوی و، له افغانستان څخه امریکایي ځواکونه ووتل.

مخکنی ولسمشر جوبایډن چې په وار وار له افغانستان څخه د ګډوډ وتلو له کبله له سختو انتقادونو سره مخامخ شوی، له افغانستان څخه یې د ځواکونو په وتلو کې د خپل حکومت د پرېکړې ننکه کړې ده.

د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر پیټ هګیست هم د دغې پېښې پړه د جوبایډن په حکومت باندې واچوله او ویې ویل: «پوځي ځواکونه باید په افغانستان کې د دغې پېښې په اړه ځواب ووايي.»

نوموړي وویل چې د ابي ګیټ د برید په اړه پلټنې روانې دي او پایلې په یې د ۲۰۲۶ کال تر نیمایي پورې اعلان شي. هغه وویل چې د دفاع وزارت ویاند شان پارنل د دغو پلټنو مشري کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG