د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ناټو د غړو د هغې څرګندې ژمنې هرکلی وکړ چې دفاعي لګښتونه به د ناخالص کورني تولید پنځه سلنې ته ورزیات کړي، خو ویې ویل چې په دې باور نه دی چې متحده ایالات باید خپل لګښتونه ورته هدف ته زیات کړي.
ټرمپ چې د سې شنبې په ورځ د جون په ۲۴مه (د سرطان ۳) هالنډ ته د ناټو سرمشریزې ته روان و، د ولسمشر ځانګړې الوتکې (ایر فورس ون) کې له خبریالانو سره خبرې وکړې.
د شمالي امریکا او اروپايي هېوادونو د ۳۲ پوځي اتحاد هدف دا دی چې تر ۲۰۳۵ کال پورې خپل دفاعي لګښتونه د ناخالص کورني تولید ۵ سلنې ته لوړ کړي.
د ناټو په وینا، پولنډ د دې اتحاد یوازینی غړی و چې تیر کال یې د خپل ناخالص کورني تولید ۴ سلنه په دفاع مصرف کړه، پداسې حال کې چې د نورو غړو د لګښت کچه د ۱ او ۳ سلنې ترمنځ وه، چې د متحدو ایالتونو ونډه ۳.۴ سلنه وه.
ټرمپ په ټولنیزې رسنۍ "ټروت سوشل" کې په یوه پوسټ کې، د ناټو د عمومي منشي مارک روټه له خوا ورته لیږل شوي پیغام عکس شریک کړ، چې پکې روټه ویلي چې هغه د ناټو غړو موافقه ترلاسه کړې چې د دفاعي لګښتونو پنځه سلنه هدف پوره کړي.
روټه لیکلي: "دا اسانه نه وه، خو موږ ټول پنځه سلنې لګښت ته قانع کړل."
د ۵ سلنې هدف له دوو برخو څخه جوړ شوی دی: د ناخالص کورني تولید ۳.۵ سلنه برخه چې په دودیزو پوځي سیسټمونو مصرف کیږي او ۱.۵ سلنه برخه چې دفاع پورې اړوندو زیربناوو لکه سړکونو او پلونو باندې مصرف کیږي.
ټرمپ خبریالانو ته وویل: "دوی به دا ۵ سلنې ته لوړ کړي - دا ښه خبره ده. دا دوی ته ډیر ځواک ورکوي."
کله چې پوښتنه وشوه چې ایا متحده ایالات به هم د ۵ سلنې هدف پوره کړي، ټرمپ یادونه وکړه چې د زیات شوي لګښت ډیره برخه د اروپایي سړکونو او پلونو د ښه سمبالولو لپاره وه ترڅو د درنو پوځي تجهیزاتو لپاره وکارول شي.
ټرمپ وویل: "موږ په اروپا کې هیڅ سړکونه نلرو، موږ په اروپا کې هیڅ پلونه نلرو. نو- نه، دا [هدفي لګښت] به زموږ لپاره په بشپړ ډول ورته نه وي."
ټرمپ له اوږدې مودې راهیسې د ناټو له نورو غړو څخه غوښتي چې خپل متقابل دفاعي لګښتونه زیات کړي ترڅو د دې اتحاد د ساتلو لپاره د متحده ایالاتو بار کم کړي. ناټو تیره اونۍ اعلان وکړ چې د متحدو ایالاتو دفاعي لګښتونه د اتحاد د ټولټال دوه پر دریمه برخه جوړوي.
کله چې له ټرمپ څخه د ناټو د پنځمې مادې د ګډې دفاع اصل ته د هغه د ژمنتیا په اړه پوښتنه وشوه، چې وايي د ناټو په یوه غړي باندې وسله وال برید په ټولو باندې برید ګڼل کیږي، وویل، "دا ستاسو په تعریف پورې اړه لري. پنځمه ماده دا غړو هیوادونو ته پریږدي چې پریکړه وکړي چې د ناټو په هر غړي سره چې برید کیږي د مرستې لپاره څه اقدام وکړي."
ټرمپ د اتحاد نورو غړو ته په اشارې وویل: "زه د دوی سره ملګرتیا ته ژمن یم."
فورم \ دبحث خونه