د امریکا د دفاع وزارت تائید کړه چې ایران د دوشنبې په ماښام د جون په ۲۳مه (سرطان ۲) ، په قطر کې د امریکا د العدید پر هوايي اډې برید وکړ.
د امریکا د دفاع وزارت یوه چارواکي امریکا غږ ته په یوه لیږل شوي بیان کې ویلي چې ایران د قطر د پلازمینې دوحې په څنډه کې د العدید په اډې کې د لنډ او منځني واټن بالستیک توغندي توغولي دي.
دغه امریکایي چارواکي وویل: "دا مهال، د امریکایانو د مرګ ژوبلې په اړه کوم راپور نشته. موږ دا وضعیت له نږدې څارو او کله چې نور مالومات ترلاسه شي شریک به یې کړو."
په قطر کې د امریکا سفارت د دوشنبې په ورځ امریکایي اتباعو ته خبرداری ورکړ چې په خپل ځایونو کې پناه واخلي.
د قطر د دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د قطر دفاعي سیسټمونو په بریالیتوب سره ویشتل شوي توغندي تعقیب او له منځه وړي دي. په یوه جلا بیان کې، د قطر د بهرنیو چارو وزارت دا برید وغانده او ویې ویل چې دوحه "د دې بې رحمه یرغل د ماهیت او کچې سره سم د مستقیم ځواب ورکولو حق لري."
د ایران دولتي رسنیو د ایران د ملي امنیت د عالي شورا په حواله ویلي چې د العدید پر اډې برید د یکشنبې په ورځ د امریکا له خوا د ایران په دریو اټومي تاسیساتو د بریدونو په غچ کې شوی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې پر اټومي تاسیساتو بریدونو د تهران هغه هڅې "ویجاړ" کړې چې د اټومي وسلو د پراختیا لپاره یې کړې وې چې متحده ایالات او د هغې متحدین یې ګواښول.
فارس خلیج کې پروت هیواد، بحرین هم د امریکا د سمندري ځواکونو په اډه باندې د ایران د احتمالي برید لپاره چمتووالی نیولی، چې پنځمه کښتۍ پکې ده.
د بحرین د کورنیو چارو وزارت په ټولنیزو رسنیو کې پیغامونه خپاره کړي او خپلو اتباعو ته یې خبرداری ورکړ چې د دوشنبې په ورځ ناوخته د هوايي برید خبرداری ورکړل شوی او له هغوی څخه یې وغوښتل چې پناه ځایونو ته ولاړ شي.
خبري سرچینې وايي چې د عراق په عین الاسد کې د امریکا په پوځي اډه او د متحده عربي اماراتو په الظفره کې د امریکا په پوځي اډه کې هوايي سیسټمونه فعال شوي دي.
تر دې مخکې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ایران ته خبرداری ورکړی و چې د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا د بریدونو په ځواب کې غچ اخیستونکی اقدام ونکړي، او ویې ویل چې د ایران د حکومت دا ډول اقدام به "تر ټولو بده تېروتنه وي چې دوی یې تر اوسه کړې ده."
فورم \ دبحث خونه