د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ په ایران کې د رژیم د بدلون وړاندیز کوي


ډانالډ ټرمپ، د امریکا ولسمشر
ډانالډ ټرمپ، د امریکا ولسمشر

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، که د ایران حکومت نشي کولی چې هیواد بیرته "باعظمته" کړي، نو "ولې باید بدلون ونه مومي؟"

ښاغلي ټرمپ د یکشنبې په ماښام د واشنګټن په وخت په ایران کې د رژیم د بدلون په اړه په ټولنیزه شبکه "ټروت سوشیل" کې په څو پیغامونو کې لیکلي: "معمولا، د سیاسي ادبیاتو له پلوه د "رژیم بدلون" کلمه کارول سم ندي، خو که د دې هیواد اوسنی حکومت نشي کولی ایران بیا باعظمته کړي، نو ولې باید بدلون ونه مومي؟ راځئ چې عظمت بیرته ایران ته راوګرځو."

د امریکا ولسمشر دا څرګندونې د امریکا د پوځ له خوا د ایران پر اټومي تاسیساتو له برید څو ساعته وروسته وشوې.

د امریکا ولسمشر د یکشنبې په ورځ په څو نورو پیغامونو کې، په فوردو، اصفهان او نطنز اټومي تاسیساتو باندې د امریکایي پوځ عملیاتو او بریدونو ته په اشارې، د دې تاسیساتو زیان یې د پام وړ وباله، او ویې ویل چې بریدونه دقیق او درانه وو.

ولسمشر په ټولنیزې رسنۍ تروت سوشل کې ولیکل "لکه څنګه چې د سپوږمکۍ انځورونه ښیي، د ایران ټولو اټومي تاسیساتو ته لوی زیان رسیدلی دی. ویجاړي دقیقه اصطلاح ده! دا سپینه نښه چې د ډبرې په زړه کې ښودل شوې، حتی د هغې چت د ځمکې له سطحې څخه ډیر ښکته دی او په بشپړ ډول د اور څخه خوندي دی. تر ټولو لوی زیان د ځمکې له سطحې څخه ډېر ښکته رامنځته شو. "

د فوردو، نطنز او اصفهان پر تاسیساتو د امریکایي ځواکونو له برید مخکې او د برید په مهال د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو چې د ایران پر دریو اټومي ځایونو د شنبې د ورځې د بریدونو هدف د "اټومي ګواښ" مخنیوی و.

ټرمپ د شنبې په شپه له سپینې ماڼۍ څخه په یوه وینا کې وویل: "زموږ هدف دا و چې د ایران د [یورانیمو] د غني کولو ظرفیت له منځه یوسو او له هغه رژیم څخه اټومي ګواښ پای ته ورسوو چې په نړۍ کې د ترهګرۍ ترټولو لوی ملاتړی دولت دی."

هغه زیاته کړه: "له څلوېښتو کلونو راهیسې، ایران "مرګ پر امریکا" او "مرګ پر اسرائیل" شعارونه ورکوي. دوی زموږ خلک وژلي دي، د سړک غاړې بمونو سره یې د دوی پښې پرې کړې دي. دا د دوی ځانګړتیا وه. موږ له ۱۰۰۰ څخه ډیر خلک له لاسه ورکړي، او په منځني ختیځ او نړۍ کې په سلګونو زره کسان په مستقیم ډول د دوی د کرکې له امله مړه شوي دي."

ډونالډ ټرمپ دا هم وویل: "له دې خلکو اکثره د جنرال قاسم سلیماني لخوا وژل شوي دي."
ټرمپ زیاته کړه: "ما ډېر وخت دمخه پریکړه کړې وه چې دې بهیر ته به نور اجازه ورنکړم. دا پروسه به دوام ونلري."

د امریکا ولسمشر وویل: "دا وضعیت په دې ډول دوام نشي کولی. یا باید سمدلاسه سوله ټینګه شي، یا ایران به د هغه ناورین سره مخ شي چې په دې اتو ورځو کې یې تجربه کړی دی."

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه: "مه هېروئ: په ایران کې ګڼ شمېر هدفونه پاتې دي - هغه هدفونه چې ډیر وژونکي، ډیر دقیق او ډیر ویجاړونکي دي. که چیرې سوله سمدلاسه ټینګه نشي، موږ به پرته له ځنډه دوی په نښه کړو. موږ د څو دقیقو په اوږدو کې د دې اهدافو د له منځه وړلو توان لرو. په نړۍ کې هیڅ پوځ د داسې عملیاتو د ترسره کولو وړتیا نلري - حتی دې ته نږدې هم نه دي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG