د لاس رسي وړ اتصالات

په هرو لسو افغان نجونو کې اته له زده‌کړو او کار محرومې دي- راپور


د نجونو زدکړې
د نجونو زدکړې

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې (UN Women) د افغانستان لپاره د ۲۰۲۴ کال د جنسیتي (جندر) برابري په اړه خپل راپور خپور کړی چې په کې د افغان ښځو وضعیت په بې‌سارې توګه خراب ښودل شوی دی.
دغه راپور ښيي چې هرو لسو نجونو کې نږدې اته یې له زده‌کړو، مسلکي روزنې او کاري فرصتونو څخه بې برخې دي.

راپور وایي، ۷۸ سلنه افغانې نجونې له ښوونځي، کار او تعلیمي پروګرامونو محرومې دي، چې دا د افغانستان د ښځو راتلونکي نسل ته لوی خطر ګڼل کېږي.

د میرمنو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې اجرائیوي مشرې سیما بحوث د سه شنبې په ورځ په نیویارک کې خبریالانو ته وویل: «د افغانو نجونو د ژوند فرصتونه له منځه تللي، هغوی له زده‌کړې، د کاري ډګر او له ټولنیز فعالیت څخه منزوي شوي دي.»

د جندر د شاخص او درجه بندۍ په اساس، د افغانو ښځو ګډون د نړۍ د اوسط یوازې درېیمه برخه ده. دا شاخص د ښځو ونډه په تعلیم، اقتصاد، روغتیا، او تصمیم‌نیونې کې ارزوي او ښيي چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې دا ونډه په بې‌سارې ډول راټیټه شوې ده.

له ۲۰۲۱ کال راهیسې، طالبانو د نجونو لپاره له شپږم ټولګي پورته ښوونځي بند کړي او د پوهنتونونو دروازې یې هم پرې تړلي دي. دا بندیزونه د ښځو د تعلیمي پرمختګ لپاره یو لوی ګوزار او شاتګ بلل کېږي.

راپور زیاتوي چې په کلیوالو سیمو کې د نجونو لپاره د زده‌کړو او کار شرایط له ښاري سیمو څخه هم خراب دي.

دغه راپور د اروپایي ټولنې په مالي مرسته برابر شوی او په نړیواله کچه د افغانو ښځو د ملاتړ لپاره د هڅو د چټکولو غوښتنه کوي.

د ملګرو ملتونو په دغه ر اپور کې له نړیوالو غوښتل شوي چې د نجونو لپاره ښوونځي بېرته پرانیستل شي، د ښځو لپاره د کار او مسلکي زده‌کړې فرصتونه برابر شي او نړیوالې ټولنې خپل ملاتړ او فشارونه زیات کړي.

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وايي که اوس جدي اقدامات ونه‌شي، افغانستان به د ښځو راتلونکی نسل یو تیاره راتلونکی ولري او دا به د ټول هېواد په پرمختګ ژور منفي اغېز وکړي.

ملګري ملتونه او د بشر او ښځو نړیوالې ادارې له طالبانو څخه غواړي چې د نجونو او ښځو ښوونځي پرانیزي او پرې لګول شوی محدودیتونه لېرې کړي.

د طالبانو حکومت تل ادعا کوي چې د اسلامي شریعت په رڼا کې د ښځو حقونه ورکوي. ملګري ملتونه له افغانو نجونو او ښځو سره د طالبانو چلند د «جنسیتي اپارتاید» یا د جنسیت په اساس د تبعیض مصداق بولي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG