د لاس رسي وړ اتصالات

راپور: ملګري ملتونه د جبري ایستل شويو افغانانو د بشري حقونو څخه سرغړونې مستندوي


له ایرانه افغانستان ته ورستانه شوې کورنۍ
له ایرانه افغانستان ته ورستانه شوې کورنۍ

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې، نن د جولای په ۲۴مه، یو نوی راپور خپور کړی چې پکې ویل شوي، له ایران او پاکستان څخه په جبري ډول بېرته ورستنوونکي افغانان له جدي بشري حقونو د سرغړونو سره مخ دي.

راپور د هغو کسانو کیسې مستندې کړي چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې په زور بېرته افغانستان ته ورستانه شوي دي.

دا کسان، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې، د پخواني حکومت او امنیتي ځواکونو کارکوونکي، خبریالان او مدني فعالان د طالبانو لخوا له شکنجې، غیرقانوني نیولو، ګواښونو او بد چلند سره مخ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر، ولکر تورک، ویلي: "هیڅوک باید هغه هېواد ته بېرته ونه واستول شي چې د خپل هویت یا شخصي سوابقو له امله د ځورونې یا تعقیب د خطر سره مخ وي. په افغانستان کې دا خطر په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره جدي دی، چې یوازې د خپل جنسیت له امله له سیستماتیکې سرغړونې سره مخ دي."

راپور کې د ۴۹ افغانانو سره مرکې شوي چې په ۲۰۲۴ کال کې په جبري توګه بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

یو پخوانی حکومتي چارواکی وایي چې افغانستان ته له بیرته ورستنېدو وروسته دوه شپې په یوه نامعلوم ځای کې بندي و، هلته وهل شوی، د لرګیو، کیبلونو او اوبو له لارې شکنجه شوی، حتی یو جعلي اعدام یې تجربه کړی او پښه یې ماته شوې ده.

یوه خبریاله چې د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له ګواښونو وروسته له هېواده وتلې وه، وایي: “د ورستنېدو وروسته، زه او نورې ښځې د هیڅ دندې، تعلیمي فرصتونه یا د تګ راتګ ازادي نلرو. زه عملاً په کور کې بندي یم.”

په راپور کې راغلي چې، د نړیوالو قوانینو له مخې، د بېرته ستنولو سره، غیرقانوني تعقیب، شکنجې، ظالمانه چلند یا جبري لادرکه کېدو په صورت کې د non-refoulement د نړیوال قانون یا د هغو کسانو د جبري ستونولو پرضد نړیوال قانون چې د خپل هیواد له خوا د شکنجې د ګواښ سره مخ وي، نقض دی، چې دا جدي سرغړونه ګڼل کېږي.

راپور له هېوادونو غواړي چې له ورستنولو مخکې د هر کس لپاره انفرادي ارزونه ترسره کړي، هغه کسان چې له جدي خطر سره مخ دي، بېرته ونه لېږل شي، او افغان کډوالو ته د خوندي لارو، پناه او مالي مرستو زمینه برابره کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، روزا اوتونبایوا، ویلي: “د ورستنوونکو افغانانو بشري حقونه باید خوندي وي، او ټول افغانان باید د هېواد په ټولنیز، سیاسي او اقتصادي بهیر کې ګډون ولري. دا د افغانستان د راتلونکي لپاره اړین دی.”

د ملګرو ملتونو راپور ټینګار کوي چې د بېرته ورستنوونکو کډوالو لپاره باید دومداره مرستې او د بیا ادغام زمینې برابرې شي، څو دا کسان په نوي چاپیریال کې باوقاره، خوندي او د هیلو سره ژوند پیل کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG