د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د دوشنبې په ورځ د جولای د میاشتې په ۷مه (د سرطان ۱۶) نیټه په پراخ اکثریت سره یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې پکې د افغانستان مخ پر خرابېدونکي بشري، اقتصادي او د بشري حقونو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
په دغه پرېکړه لیک کې له طالبانو غوښتنه شوې چې له خپلسري، محدودوونکي سیاستونو لاس واخلي او ټولشموله حکومت دې جوړ کړي.
دغه پرېکړه لیک ته چې د ۱۹۳ غړو هېوادونو له ډلې ۱۱۶ مثبته رایه ورکړه، ۱۲ ممتنع رایه ورکړه په داسې حال کې چې اسرائیل او امریکا – یې مخالفت وکړ، پر هغو کړکېچونو تمرکز کوي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې، یعنې بېرته واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته، افغانستان ورسره مخ دی.
ملګرو ملتونو ماموریت ته د امریکا مرستیال استازي جاناتن شریر، وویل چې واشنګټن د افغانستان په اړه د نوې پرېکړهلیک مخالفت کوي او د منفي رایه ورکوي.
جاناتن شریر زیاته کړه "مونږ نشو کولای په داسې حال کې چې د طالبانو د ډلې ملاتړ کوو په عین حال کې ددې ډلې څخه وغواړو چې خپل نړیوال تعهدات پرځای کړ او د افغانستان نړیوالو مکلفیتونو ته درناوی وکړي. دا دوه دریځه د یوه بل سره په ټکر کې دي. او د افغانستان د خلګو سره د بشري مرستو اوسنۍ طریقه دوامداره نه ده او د مطلوبو پایلو په ته ترلاسه کولو کې به پاتې راشي."
ښاغلي شریر پر بشري مرستو هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې اوسنی بهیر نه مطلوبې پایلې ورکړي او نه هم د دوام وړ دی.
شریر د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې د قطر (دوحه) سیاسي بهیر هم تر پوښتنې لاندې راوست او ویې ویل چې: «دا بهیر هېڅ عملي پایله نه ده لرلې، طالبان یوازې خپل شرطونه وړاندې کوي.»
هغه همداراز له طالبانو وغوښتل چې د "برمته کولو دیپلوماسۍ" ته دي د پای ټکی کېږدي او ټول امریکايي اتباع، په ځانګړي ډول محمود شاه حبیبي دي خوشې کړي.
طالبانو بیا د حبیبی د نیونې نه انکار کړی او وايي چې دوي په حبیبی نه ديخبر چې چیري دی.
په عین حال کې ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي مرستیال ګینګ شوانګ، د افغانستان پر وړاندې د بندیزونو د سمدستي پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.
هغه وویل: "دا بندیزونه د افغانستان د اقتصادي بیارغونې او د خلکو د ژوند د ښهوالي مخه نیسي."
د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو د نړیوال فدراسیون استازي هم غونډې ته وویل چې افغانستان اوس مهال د ژور بشري کړکیچ له خطر سره مخ دی.
هغه ټینګار وکړ چې: "سیاسي پیچلتیاوې باید د خلکو اړتیاو ته د مرستې مخه ونه نیسي."
د دغه استازي په وینا، له ۲۰۲۵ کال راهیسې تر یو میلیون ډېر افغانان له ایران او پاکستانه بېرته خپل هیواد ورستانه شوي دي، خو له اساسي خدماتو، مالي او رواني ملاتړ څخه بېبرخې دي.
هغه زیاته کړه چې له کلونو اوږدې جګړو په ځانګړي توګه په ماشومانو او ځوانانو ناوړه اغیز کړې ده.
په پرېکړهلیک کې ټینګار شوی چې د کډوالو او داخلي بېځایه شویو د بېرته ستنولو، بیا ځای پر ځای کولو او دوامداره ادغام لپاره باید خوندي، باعزته او داوطلبانه شرایط برابر شي.
فورم \ دبحث خونه