د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) وایي چې د افغانستان د کونړ په ولایت کې په شوې زلزلې کې ۷۳۱ ماشومان هم مړه شوي، چې ۳۹۳ یې نجونې دي.
د دغې ادارې په یو راپور کې ویل شوي دي چې د کونړ په ۳۱ کلیو او سیمو کې شوې ارزونه ښيي چې ماشومان تر نورو ډېر ځپل شوي او اغیزمن شوي دي.
یونیسف وایي چې ۴۵ ماشومان بې سرپرسته شوي او ۲۷۱ تنه نور یتیمان شوي دي.
دغې ادارې زیاته کړې ده چې د شنبې تر ورځې پورې د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې په دغې زلزلې کې «۱۹۷۸۱ ماشومان اغیزمن شوي چې ۱۰۲۹۹ یې نجونې» دي.
په کونړ کې تېره اونۍ زلزله وشوه چې له کبله یې د رسمي ارقامو په اساس ۲۲۰۵ تنه مړه شوي او ۳۶۴۰ تنه نور ژوبل شوي دي. زلزلې څه باندې ۶۷۰۰ کورونه یا بشپړ او یا نیم ویجاړ کړي دي.
د متحدو ایالتونو د جیولوژي سروې د معلوماتو په اساس د دغې زلزلې مرکز جلال اباد و او نژدې سیمې هم ځپلې دي. د ری اکتر په کچه د زلزلې شدت شپږ درجې ښودل شوې.
ملګرو ملتونو او نورو خیریه بنسټونو زلزلې ځپلیو ته د مرستو رسول روان ساتلي دي او همدغه راز یو شمېر هېوادونو هم افغانستان ته طبي او نورې ضرورې مرستې استولي دي. ملګري ملتونه وايي چې د ښځینه طبي او بشري کارکوونکو کموالي ځپل شویو ښځو ته د مرستو رسول ستونزمن کړي دي.
په افغانستان کې په تېرو څو کلونو کې هم دا ډول زورورې زلزلې شوې وې چې زرګونه کسان په کې مړه شوي او ژوبل شوي دي.
فورم \ دبحث خونه