د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د فلسطین په هکله به د کاناډا دریځ د تجارت تړون متاثره کړي  


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کاناډا د هغه پلان په غبرګون کې، چې وايي په پام کې لري چې فلسطین د دولت په توګه په رسمیت وپېژني، ویلي چې د کاناډا دا اقدام به د امریکا او کاناډا ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې هوکړه لیک لازیات ستونزمن کړي.

ښاغلي ټرمپ د چارشنبې په ورځ ناوخته پر ټروډ سوشل باندې په یوه پوسټ کې د کاناډا یادشوې پریکړې ته غبرګون څرګند کړ او داسې یې وویل « (عجیه ده)کاناډا اعلان کړی دی چې د فلسطین د دولت کیدو څخه ملاتړ کوي. دا به زمونږ دپاره د د دوي (کاناډا) سره د سوداګرۍ په برخه کې موافقې ته رسیدل ډیر ستونزمن کړي.»


ولسمشر ټرمپ پر ټروډ سوشل
ولسمشر ټرمپ پر ټروډ سوشل

ښاغلي ټرمپ کاناډا ته د اګست تر لومړۍ نیټې پورې مهلت ورکړی دی چې د امریکا سره د تجارت په برخه کې یوې موافقې ته ورسږي، که نه نو د امریکا د پراخو تعارفو سره به مخ شي.

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارنې پرون د چارشنبې په ورځ وویل چې هیواد یې پلان لري چې د سپټمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ پرمهال فلسطین په رسمیت وپېژني. فرانسې او بریتانیا هم ورته اعلان کړی دی.

ښاغلي ټړمپ د بریتانیې پریکړې ته په غبرګون کې روانه اونۍ وویل چې « ددې کار په کولو سره تاسو حماس ته ګټه رسوی.»

د بریتانیې لومړي وزیر کایر سټارمر اعلان دغه اونۍ اعلان وکړ چې که چیري اسرایل د غزې د ،،زړه بوږنونکي وضعیت،، د بدلون دپاره د پام وړ اقدمات ونکړي، نو د بریتانیا حکومت به د سپتمبر په میاشت کې فلسطین د دولت په توګه په رسمیت وپېژني.

ښاغلي سټارمر وویل چې هغه غواړي چې اسرایل د اوربند سره موافقه وکړي، د اوږدمهالې او تل پاتې سولې د بهیر سره تعهد څرګند کړي چې موخه یې د اسرایلو او فلسطین د شخړې د حل دپاره د دوو دولتونو د حل لارې په نامه د بهیر راژوندي کول دي، ملګرو ملتونو ته اجازه ورکړي چې غزې ته مرستندویه توکي انتقال کړي او دا واضیح کړي چې اسرایل به په لویدیځه غاړه کې په جنجالي سیمو کې نورې ځمکې نه لاندې کوي.

په عین حال کې د اسرایلو لومړي وزیر بنیامین نیتانیاهو هم د بریتانیا د لومړي وزیر پر وروستۍ پریکړې نیوکه کړې ده او ویلي یې دي چې ،، سټارمر د حماس وحشي ترهګرۍ ته ګټه رسوي او قربانیان یې جزايي کوي.،، ښاغلي نتیانیاهو دغه څرګندونې د ایکس پر پاڼې په یوه پوسټ کې کړي دي.

هغه ویلي چې « د اسرایلو په سرحد کې نن یو جهادي دولت به سبا ته د بریتانیا امنیت هم وګواښي.»

د روانې میاشتې د جولای پر ۲۴ مه نېټه د فرانسې ولسمشر ایمانیول مکرون بریتانیې ته ورته د پلان اعلان وکړ چې د سپتمبر په میاشت کې به فلسطین په رسمیت وپېژني چې د امریکا د باندنیو چارو د وزیر مارکو روبیو او د اسرایلو د غبرګون سره مخ شو.

ښاغلي روبیوو وویل چې « دا بې مسولیته پریکړه یواځي د حماس پروپاګند ته ګټه رسوي او د سولې خبرې پر شا تمبوي.»

فرانسه او سعودي عربستان دغه اونۍ په ملګرو ملتونو کې د دوو دولتونو د حل لارې تر عنوان لاندې د کنفرانس کوربه توب کوي چې د دوشنبې په ورځ پیل شو. امریکا ددغه کنفرانس سره خپل پریکون اعلان کړی دی.

میرمن بروس وویل چې دا کنفرانس «بې ګټې او په نامناسب وخت کې» دایریږي.

هغې داسې وویل « دغه لړۍ به حماس لازیات زیات پیاوړی کړي، دغه ډله به لازیاته وهڅوي چې د سولې پر وړاندې خنډونه جوړ کړي او زمونږ ډیپلوماتیکې هڅې به د خنډ سره مخ کړي چې غواړو په غزه کې ځورونه ختمه شي، یرغمل شوي کسان آزاد شي او مینځنی ختیځ د یوې روښانه او باسعادته راتلونکې پر لورې حرکت وکړي.»

نوموړې زیاته کړه چې « د امریکا متحده ایالات به په دې سپکاوي کې برخه وانخلي او پرځای به یې د جګړې د ختمولو او دایمي سولې د راتلو دپاره د ریښتونو هلو ځلو مشري وکړي.»

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG