د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ: ایران بد چلند کړی دی


ولسمشر ټرمپ
ولسمشر ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د جولای یودیرشمه نېټه د ایران په اړه وویل چې ایران "سمه خبره نه کوي. دوی ښې خبرې نه دي کړي؛ او باید چې داسې وکړي."

د امریکا ولسمشر د پنجشنبې د ورځې په خبري غونډه کې د روداو د تلویزوني شبکې د یوه خبریال پوښتنې ته په ځواب کې وکړې او ویې ویل،

" ایران ډېر بد چلند کړی دی. د دوی اټمي وړتیا له منځه وړل شوې، هغه ظرفیت چې کولی شواې دریو یا څلورو اوونیو کې یوه نتیجه ترلاسه کړي، له منځه تللی دی. پوره له منځه تللی دی. د ایران اټمي وړتیا چې کیدای شوای درې یا څلور اوونۍ کې عملي شي، له منځه تللې ده. د اټومي انرژۍ کمېسیون ویلي چې دا وړتیا هلته پوره له منځه تللې ده."

ښاغلي ټرمپ مخکې هم ویلي وو چې د ایران د یورانیمو دغني کولو پر پریکړې حک حیران دی او حکومت ته یې وویل: "څومره کم عقله یاست چې د جګړې وروسته چې ډېر زیانمن شوي یاست، بیا هم دغني کولو په اړه خبرې کوئ؟"

امریکا په خپل برید کې چې د ایران پر اټمي تاسیساتو یې وکړ، او د ایران او اسرائیل ترمنځ د ۱۲ ورځني جګړې په پای کې ترسره شول، درې اټمي تاسیسات، په فردو، نطنز او اصفهان کې له منځه یوړل.

عباس عراقچي، د ایران د باندنیو چارو وزیر، په تازه څرګندونو کې د اصفهان پر تاسیساتو برید تایید کړی دی.
د دموکراسۍ د دفاع سازمان د اټمي چارو کارپوهه اندریا استریکر وویل چې اصفهان یو نوی ځای و، چې ایران د اسرائیل سره د جګړه د پیل نه څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې په اصفهان کې بټۍ به د نړیوالې اټومي انرژۍ د شورا لخوا د خبرداریو او غندلو په غبرګون کې فعاله کړي.

د امریکا ولسمشر د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې ښایي ایران خپل اټمي فعالیتونه بیا پیل کړي، خو نور نه شي کولی چې په هماغه پخوانیو ځایونو کې یې ترسره کړي ځکه چې دا سیمې هدف وګرځیدلې.

ښاغلي ټرمپ د امریکا د هوايي او راکټي بریدونو پراخ اغیز ته اشاره وکړه او همدارنګه یې د بی-۲ بم غورځونکو الوتکو د پیلوټانو د کار ستاینه وکړه او ویې ویل: " د چا باور به ونشي چې دغه الوتکې ۳۶ ساعته پرته له دریدو والوتلې او ټول اهداف یې ویشتل. هر بم په دقیقه توګه خپل هدف ته ورسېد."

هغه همدارنګه د امریکا د تحت البحریو څخه سلګونه میلون کیلومتره لرې پر اټمي تاسیساتو باندې د توغول شویو راکټونو یادونه وکړه او ویې ویل: "ټول اهدافو ته ورسېدل."

ډونالډ ټرمپ مخکې هم ویلي و چې د اسرائیلو سره د جګړې په ترڅ کې یې د ایران د لوي مذهبي مشرعلي خامنه‌اي "د شرمناکه مرګ" مخه ونیوله.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG