د امریکا حکومت د فرانسې د ولسمشر ایمانیول مکرون هغه پریکړې په قوي الفاظو رد کړې ده چې ویلي یې دي پلان لري چې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني.
د امریکا د باندنیو چارو وزیر د اکس پر پاڼې په غبرګون کې لیکلي دي چې "د امریکا متحده ایالات د ایمانیول مکرون هغه پلان په کلکه ردوي چې پلان لري د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د فلسطین دولت په رسمیت و پېژني. دا غیر مسولانه پریکړه يواځي د حماس پروپاګند ته ګټه رسوي او د سولې خبرې پر شا بیايي. دا د اکټوبر د ۷ مې نېټې د قربانیانو پر مخ څپېړه ده."
د فرانسې ولسمشر ایمانیول مکرون چې خپل دغه پریکړه یې پرون پر ټولنیزو رسینوو خپره کړه، یو لیک یې د فلسطین د ادارې مشر محمود عباس ته لېږلی دی چې په کښي د فرانسې پریکړه تاییدوي چې پلان لري د فلسطین دولت په رسمیت و پېژني او دا چې نور متحدین به هم ورته اقدام ته وهڅوي.
د امریکا د کانګرس غړو هم د فرانسې د وروستۍ پریکړې په هکله غبرګون څرګند کړی دی.
د امریکا په سنا کې جمهوري غوښتونکي سناتور لیندزي ګراهام چې د ولسمشر ټرمپ نژدې متحد دی، پر ټولنیزو رسنیوو یې غبرګون څرګند کړی دی او ویلي یې دي چې دغه پریکړه به د حماس ترهګره ډله لازیاته وهڅوي.
هغه داسې وویل "د فرانسې د حکومت پریکړه چې غواړي فلسطین په رسمیت وپېژني یوه ګیچ کونکې او په بیلابیلو سطحو کې ځورونکې پریکړه ده. زه یقین لرم چې دا به حماس لازیات پیاوړی کړي او د اوربند رامنځ ته کېدل به لازیات ستونزمن کړي."
جمهوري غوښتونکي سناتور ټام کاټن هم پر ټولنیزو رسنیوو غبرګون څرګند کړی دی او ویلي دي چې دا د ترهګرو څخه د ملاتړ یو شرمونکی عمل دی.
هغه داسې وویل: ،، دا د ترهګرو یو شرمونکی تایید دی. تر ټولو ښه لاره یې چې دغه شخړه پای ته ورسېږي دا ده چې د اسرایلو ملاتړ وشي چې خپل پر حق ماموریت مخ ته یوسي چې د یرغمل شویو کسانو ازادول او د حماس ترهګرې ډل ماتې ده.،
په عین حال کې د اسرایلو لومړي وزیر بنجامین نیتانیاهو د فرانسې وروستۍ پریکړه په سختو الفاظور غندلې ده. هغه داسې ویلي: ،، مونږ د ولسمشر مکرون پریکړه په کلکه غندو چې د اکټوبر د ۷ مې نېټې د قتل عام په درشل کې د تلب ابیب څنګ ته غواړي د فلسطین دولت په رسمیت و پېژني. دغه راز اقدام ترهګرو ته ګټه رسوي او د ایران د بلې نیابتي ډلې د رامینځ ته کدیو دپاره لاره پرانیزي لکه په غزه کې چې وشو. په دغو شرایطو کې د فلسطین دولت به د اسرایلو د له مینځه وړلو دپاره لاره پرانیزي نه دا چې د اسرایلو په څنګ کې په سوله کې ژوند وکړي.،،
په واشنګټن کې د اسرایلو سفیر یچیل لایتر د امریکا غږ سره ځانګړې مرکه کړې ده چې په کښي د اسرایلو او حماس ترهګرې ډلې ترمنځ د شخړې او مزاکراتو په هکله، د یمن د حوثیانو د ترهګرې ډلې په هکله ، د ایران د اټمي پروګرام په هکله ، په سیمه کې د ایران د نیابتي ډلو د فعالیتونو په هکله او دغه راز د ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو په هکله خبرې شوي دي.
ستاسو پام دغه پشپړې مرکه ته چې د امریکا غږ خبریال مایکل لیپن د امریکا غږ د واشنګټن په سټډیو کې د اسرایلو د سفیر یچیل لایتر سره پرون د پنجشنبې په ورځ کړې ده، رااړوو.
فورم \ دبحث خونه