د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د عدلیې وزارت د اوباما په وړاندې د دې هېواد د ملي استخباراتو ادعا څیړي


د امریکا د ملي استخباراتو مشره، تولسي ګبارډ
د امریکا د ملي استخباراتو مشره، تولسي ګبارډ

د امریکا د عدلیې وزارت هغه تورونه څېړي چې وایي پخواني ولسمشر اوباما، استخباراتي ادارې، د ټرمپ په ضد د پارونې دپاره کارولي.

د امریکا د عدلیې وزارت وايي چې د امریکا د استخباراتو د مشرې لخوا یې د نویو تورونو په اړه څېړنه پیل کړې ده.

تور دا دی چې پخوانی ولسمشر براک اوباما د ولسمشر ټرمپ د لومړي دورې څخه مخکې خپل استخباراتي شبکې د خپل ځای ناستي ډونلډ ټرمپ پرضد کارولې دي.

د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري اعلامیه کې، د عدلیې وزارت وویل چې ددې مسلې د څېړنې دپاره یې د کاري ډله جوړه کړې ده ترڅو "هغه شواهد او اسناد وارزوي چې د ملي استخباراتو رئیسې تولسي ګبارډ لخوا خپاره شوي دي.

دوي غواړي د میرمن ګبارد له خوا د افشا شوو معلوماتو پراساس راتلونکي قانوني ګامونه هم پورته کړي."

ګبارډ د جولای په ۱۸ نېټه په یوې اعلاميې کې وویل چې د هغې د ملي استخباراتو دفتر د عدلیې وزارت ته هغه اسناد وړاندې کړي چې د هغې د ادعا پر اساس د اوباما او د هغه د ملي امنیت مشرانو لخوا د "خیانت د توطیې" څرګندونه کوي او وایي چې پخواني ولسمشر اوباما د خپلې دورې په وروستیو اونیو کې د خپلې متحدې هیلري کلینټن په ګټه د ټرمپ د بریا د بې اعتباره کولو په هدف د استخباراتي ادارو څخه سیاسي او ناسمه ګټه پورته کړه.

د عدلیې وزیرې پام بانډي د چهارشنبې د ورځې په اعلامیه کې وویل چې "زه د خپلې همکارې، ګبارډ سره په ګډه کار کولو باندې فخر کوم او "د امریکا خلکو ته د ځواب برابرولو په لور پدې مسولیت کې د هغې سره شریکه یم او ترې مننه کوم."

بانډي زیاته کړه: "موږ به ددې افشا شوو معلوماتو په اړه چې خورا پریشانونکي دي په بشپړه توګه پلټنه وکړو او له هیڅ دول زیار نه به دریغ ونه کړو ترڅو عدالت تامین شي."

په ورته وخت کې د پخواني ولسمشر بارک اوباما دفتر د یوې اعلامیې په ترڅ کې د میرمن ګبارډ پر دغو څرګندونو انتقاد کړی دی.

ټرمپ د سې شنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې په یوې غونډه کې د ګبارډ له خوا تورونه وارزول او اوباما یې په "خیانت" تورن کړ.

وروسته له هغه چې امریکایي رسنیو د اوباما د ادارې د جنورۍ میاشتې د ۲۰۱۷ کال د استخباراتي ټولنې د ارزونې د افشا کیدو په اړه راپور ورکړ چې پوتین غوښتل د ۲۰۱۶ کال د ټاکنو په ګټلو کې د ټرمپ سره د مرسته وکړي.

د امریکا فدرالي چارواکو او قانون جوړونکو څو کاله د ټرمپ د لومړۍ دورې په جریان کې د ټرمپ سره د روسیې د همکارۍ ادعاوې په څېړلو کې تیر کړل. د تحقیقاتو په پایلو کې د داسې همکارۍ هیڅ شواهد ترلاسه نشو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG