د امریکا د مالیې د وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر د کوستاریکا په څلورو اتباعو او دوو موسسو د نشه يي توکو د قاچاقو او پیسو د مینځلو په تور بندیزونه لګولي دي.
کوستاریکا چې د نړیوال کوکاین د لیږد یوه مهمه دروازه ده، اوس د جنایي ډلو لپاره د فعالیت سیمه ګرځیدلې چې پرې کوکاین متحدو ایالتونو ته قاچاق کیږي.
د امریکا د مخدره توکو ضد ادارې (DEA) له مخې، کوکاین اوس هم د عامه ژوند لپاره یو جدي ګواښ ګڼل کیږي، چې یوازې د ۲۰۲۴کال د اکتوبر په میاشت کې د ۲۲۰۰۰ څخه زیات کسانو د زیات استعمال له کبله مړه شوي دي.
د ترهګرۍ او مالي استخباراتو لپاره د امریکا مرستیال وزیر جان کې هارلي وویل: "د نشه يي توکو د قاچاقو ډلې د امریکایانو په ژوند کې زهر شیندي او د کوکاین قاچاق چې اکثره د فینتانېل سره ګډ وي زمونږ ټولنې او وګړي نور هم د خطرونو سره مخامخ کوي. "
هغه زیاته کړه چې دغه بندیزونه هغه مهم قاچاقبران په نښه کوي چې متحده ایالاتو ته نشه يي توکي قاچاق کوي.
د امریکا د مالیې وزارت په یوې اعلامیې کې زیاتوي چې دغه وزارت به په متحده ایالاتو کې د قانوني ادارو او په کوستاریکا کې د متحدو همکارانو سره په نزدې همغږۍ سره د خپلو ټولو امکاناتو څخه کار واخلي چې د قاچاقو هغه ډلې ګډوډې کړي چې د امریکایانو امنیت ته ګواښ پیښوي.
د اعلامیې په دوام کې د نشه يي توکو او تاوتریخوالي تر منځ اړیکې ته په پام کې نیولو سره ویل شوي چې کوستاریکا په دوامداره توګه د تاوتریخوالي د زیاتوالي تجربه کوي، چې دا زیاتوالی په اصل کې د هغو جرمونو له کبله دی چې د نشه يي توکو د قاچاقو او بیلابیلو ډلو ترمنځ د سیمې د کنټرول په سر پېښېږي.
د معلوماتو له مخې، ۲۰۲۴کال د کوستاریکا لپاره دویم ترټولو خونړی کال و، او د ۲۰۲۵کال معلومات ښيي چې دا هیواد سږ کال هم د ورته خونړیو پېښو په لورې روان دی.
فورم \ دبحث خونه