د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې امریکا د ایران څخه وغوښتل چې د اټمي مسیر پرځای د دنیا سره د یوځای کیدلو مسیر غوره کړي. د امریکا متحده ایالاتو ددې شورا څخه وغوښتل چې د ایران مخه ونیسي چې اټمي وسلې ترلاسه نکړي او د اټمي وسلو پروګرام ته وده ورنکړي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سرپرستې دایمي استاځې دورتي شي د امنیت شورا ته پرون د چارشنبې په ورځ د مینځني ختیځ په هکله دیوه بحث پرمهال وویل چې واشنګټن غواړي ایران خپل اټمي پروګرام ختم کړي او پرځای یې د نړیوال نظام سره یوځای کېدل غوره کړي.
نوموړې وویل چې د امریکا د جون د ۲۲ مې نېټې په هوايي بریدونو کې د ایران اټمي تاسیسات په بشپړ ډول له مینځه تللي دي او د ایران هغه قانون ته یې اشاره وکړه چې د روانې میاشتې په پيل کې یې تصویب کړ او په لړ کې یې د نړیوالې اټمي انرژۍ د سازمان سره خپلې ټولې همکارۍ ودرولې چې د میرمن شي په وینا دغه اقدام د ایران پر اټمي پروګرام باندې د نړیوالې څارنې مخه نیولې ده.
میرمن شي زیاته کړه چې ایران اوس د یوه انتخاب سره مخ دی چې یا به د اټمي وسلو د عدم تکثیر نړیوال تړون څخه سرغړونه کوي چې د هر هیواد دپاره یې مکلفیتونه په ډاګه کړي دي او په پټ ډول به خپل اټمي پروګرام ته ادامه ورکوي او دغه راز به د خپل دولت زیرمې پر نیابتي ډلو لګوي چې په لړ کې یې سیمه ایز امنیت کمزوری کېږي، او یا به بدیل مسیر غوره کوي چې خپل د اټمي وسلو پروګرام ودروي او د وخت مقید او معنی دارې ډيپلوماسۍ له لارې د نړۍ سره تعامل کوي.
میرمن شي داسې وویل،، دغه مسیر یواځنی مسیر دی چې په لړ کې به یې تل پاتې سوله راځي او وروسره به د ایران او د ایران د خلکو دپاره سعادت او نړیوال یوځایتوب راځي. دا مسیر اوس هم د امریکا د خوښې مسیر دی او مونږ د ایران څخه غواړو چې دغه مسیر غوره کړي.،،
هغې خبرداری ورکړ چې د ایران سره د تړون په عدم موجودیت کې به امریکا پر ایران باندې اعظمي ډیپلوماتیک او اقتصادي فشار وارد کړي چې په لړ کې به یې د ایران فعالیتونه چې د اټمی وسلو د جوړلو هڅې په کښي شاملې دي د خنډونو سره مخ شي او که چیري اوسني فعالیت ته دوام ورکړي نو دا به د امریکا ابتاع، پرسونل او په سیمه کې زمونږ متحدین د خطر سره مخ کړي.
میرمن شي د غزې د شخړې په هکله د حماس پر ترهګرې ډلې غږ وکړ چې د امریکا له خوا وړاندیز شوی د اوربند پلان دي چې اسرایلو هم منلی دی، ومني.
هغې داسې وویل ،، ددې وړاندېز د منلو پرته به بل هرڅه په غزه کې د یرغمل شویو کسانو زورنې ته ادامه ورکړي او ددغو کسانو د کورنیوو د ځورونې سبب به شي چې غواړو خپل د کورنۍ د غړو سره چې یرغمل دي بیرته یوځاي شي او دغه راز د غزې د خلکو زورونې ته به ادامه ورکړي چې د حماس د استبداد پرته د ازاد ژوند مستحق دي.،،
هغې پر حماس غږ وکړ چې ځان بې وسلې کړي او د غزې څخه د تل دپاره ووځي.
هغې د امنیت پر شورا غږ وکړ چې ددې شیبې څخه ګټه پورته کړي او پر حماس فشار وارد کړي چې د اوربند وړاندي شوی پلان ومني او پاتې ۵۰ کسان چې د ۶۵۰ ورځو راهیسې دحماس په قید کې دي آزاد کړي.
هغې داسې وویل ،، د حساب ورکولو څخه د حماس لیري ساتل به د اسرایلو امنیت وګواښي، تروریزم به تشویق کړي او د فلسطینانو د ژوندانه د ښه والي دپاره به هیڅ ترسره نکړي.،،
په عین حال کې د مینځني ختیځ ، آسیا او ارام سمندر د سیمې دپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال خالد خیري غونډې ته وویل چې په غزې کې بشري وضعیت مخ په خرابېدو دی او خصومتونه د غزې په تړانګه کې مخ پر زیاتیدو دي.
فورم \ دبحث خونه