د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي چې له ایران سره د خبرو دپاره کومه بیړه نه لري، خو د ایران مشران غواړي چې خبرو ته کیني.
نوموړي دا څرګندونې د سه شنبې په ورځ د پېنسلوانیا ایالت د پټسبرګ ښار د اقتصادي او ټکنالوژۍ د برخې په یوې ځانګړې ناستې کې، د ایران په اړه د یو پوښتنې په ځواب کې وکړې.
ټرمپ وویل:
"هغوی د خبرو هڅه کوي. زه بیړه نه لرم. هغوی غواړي خبرې وکړي، ځکه موږ د دوی اټمي تاسیسات په بشپړ ډول له منځه وړي دي. اوس باید هر څه له سره پیل کړي. حتی باید بل غر انتخاب کړي. زموږ ځواکونو ډېر ښه کار وکړ."
ټرمپ هغو هوایي بریدونو ته اشاره وکړه چې تېره میاشت د امریکا له خوا پر ایران وشول. دا بریدونه د هغو الوتکو له خوا ترسره شول چې رادار یې نه شي کشفولای او د ایران درې هغه مهمې اتمي زېرمې یې په نښه کړې چې په فردو، نطنز او اصفهان کې موقعیت لري.
دا بریدونه د ایران او اسرائیلو ترمنځ د ۱۲ ورځنۍ جګړې په لړ کې وشول.
ځینې خبري سرچینې وایي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په خپله وروستۍ اړیکه کې له خپلو اروپایي سیالانو د فرانسې، جرمني او بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرانو سره یو توافق کړی چې د اګست میاشتې پای دې د یوه غیررسمي ضربالاجل په توګه وټاکل شي، څو له ایران سره یوې نوي اټمي هوکړې ته ورسیږي.
امریکایي ورځپاڼې اکسیوس د دریو باوري سرچینو له قوله راپور ورکړی چې که تر هغه وخته پورې نوی توافق ترلاسه نه شي، نو درې اروپایي هېوادونه به د ملګرو ملتونو د بندیزونو د بیا فعالولو لپاره د "ماشې" په نامه میکانیزم فعاله کړي یعنی د ملګرو ملتونو ټول بندیزونه به پر ایران بیا ولګول شي.
فورم \ دبحث خونه