د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ د سپتمبر ۲۱ مه د اریزونا ایالت په فوټبال سټېډیم کې د لسګونو زرو امریکایانو سره د وژل شوي سیاسي فعال، چارلي کرک د یاد غونډې کې ګډون وکړ.
ټرمپ خپل سیاسي متحد کرک د «آزادۍ شهید» وباله. ولسمشر وویل: «زموږ د امریکا د آزادۍ تر ټولو ستر مبلغ اوس تلپاتې شو. هغه اوس د امریکا د آزادۍ شهید دی.»
ټرمپ د سپتمبر په ۱۰مه د یوتا وېلي پوهنتون کې د کرک د وژل کېدو په اړه وویل:
«زه پوهېږم چې زه د ټولو په استازیتوب وایم، چې هیڅوک به هېڅکله چارلي کرک هېر نه کړي، او تاریخ به هم اوس هغه هېر نه کړي.»
ولسمشر ټرمپ وویل، د هغه په وینا د خپلې زمانې د یوه «لوی شخصیت» وژل یوازې په یوه کس او یوه حرکت برید نه و، بلکې «په ټول ملت برید» و.
هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ډېر ژر به کرک ته د امریکا تر ټولو ستر ملکي نښان، د ولسمشر د آزادۍ مډال، په سپینې ماڼۍ کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ورکړل شي.
ټرمپ د کرک کونډه، اریکا، ته ډاډ ورکړ او وې ویل امریکایان د هغه نوموتي فعال له کورنۍ سره ولاړ دي.
ولسمشر زیاته کړه: "نن ، ټول ملت ستاسو او ستاسو ښکلیو ماشومانو ته د مینې غېږه پرانیزي - موږ ستا په دې لوی او له حده زیات غم کې شریک یو - او موږ ژمنه کوو چې هر هغه څه چې مو په وس کې دي، وکړو چې ډاډه شو ستاسو ماشومان په داسې یو ټاټوبي کې ستر شي، چې پلار ته یې د یو لوی امریکایی اتل په توګه درناوی کیږي."
د کرک کونډې، اریکا، د احساساتو ډکې وینا کې وویل چې د خاوند اصلي ماموریت یې د ځوانانو ژغورل وو، حتی د ۲۲ کلن ټایلر رابینسن په څېر ځوانان هم چې د هغه په وژنه تورن دی.
اریکا په ژړغونې غږ وویل: «زما مېړه، چارلي غوښتل ځوانان وژغوري، لکه هماغه یو چې د هغه ژوند يې واخیست. … زه هغه بخښم. ځکه دا هغه څه دي چې عیسی مسیح وکړل، او دا هغه څه دي چې چارلي به کړي وای. د کرکې ځواب کرکه نه ده، د انجيل له مخې د کرکې ځواب مینه ده.»
هغې زیاته کړه چې د سپتمبر په ۱۰مه يې د خپل خاوند وژل شوی بدن ولید او د مرګ ټپ يې داسې بیان کړ: «ما هغه ټپ ولید چې د هغه ژوند يې واخیست. ما هغه څه احساس کړل چې هر څوک به يې په داسې حالت کې احساس کړي: شک، وېره او داسې یو درد چې مخکې مې نه پېژنده.»
اریکا وویل ډاکټر ورته ویلي چې چارلي هیڅ عذاب ونه لیده ځکه حمله سمدستي مرګونې وه: «ان که د عملیاتو په خونه کې هم دا پیښه شوی وای، هېځ شی نشوای ژوغورلی.»
هغې له چارلي سره خپله اړیکه د یوې «ټیم» په څېر یاده کړه: «زه د چارلي رازداره وم، زه د هغه د باور وړ ملګرې وم، تر ټولو نژدې سلاکاره یې، د هغه غوره ملګرې. هغه هره ورځ زما درناوی کاوه. زما واده له چارلي سره زما د ژوند تر ټولو ښکلې پیښه وه.»
د ټرنېګ پاونيت یو اس اې د نوې اجرایوي رئیسې په توګه هغې وویل چې اوس ویاړي، هغه اداره چې د هغې مرحوم خاوند يې بنسټ ایښی و «نړۍ دې ادارې ته اړتیا لري.»
د امریکا مرستیال ولسمشر، جې ډي وینس، وویل چې د کرک مناظرې ځکه خوښېدې چې نه یوازې پکې یې مهارت درلود، بلکې ځکه چې «دا د رڼا د راوړلو وسیله وه.» هغه زیاته کړه: «هغه ځوانانو ته دا پیغام ورساوه چې راتلونکي کې برخه لري او باید غږ ولري.»
وینس وویل کرک د امریکا د مسیحي عقیدې شهید دی او د خپلې وینا په پای کې يې وویل: «چارلي، تا ښه سیالي وکړه، زما ملګریه، پر ما ګران یې!»
د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم د کرک اغېز وستایه. هغه وویل: «زه له بهرنیو سفرونو راغلم، په هر هېواد کې خلکو د هغه د مړینې تسلیت راکاوه. یوازې په ۳۱ کلنۍ کې يې لوی بدلون را ووست.»
روبیو زیاته کړه: «هغه په ځانګړې توګه د ځوانانو په ژوند کې لوی اغېز درلود. موږ به تل هغه د دې لپاره یادوو چې ویل به يې: ‘که غواړئ ګټوره ژوند ولرې، واده وکړئ، کورنۍ جوړه کړئ، خپل هېواد سره مینه وکړئ. »
۳۱ کلن چارلي کرک د سپتمبر په ۱۰مه د یوتا وېلي پوهنتون کې په یوه غونډه کې د وینا په مهال په ډزو وژل شو.
تر پیښې یوه ورځ وروسته د یوتا ایالت پولیسو ۲۲ کلن ټایلر رابینسن د کرک د وژلو په تور ونیوه.
شکمن، ۲۲ کلن رابینسن، د سه شنبې په ورځ د ویډیو له لارې په خپلې لومړۍ محکمې کې حاضر شو، چې د عمدي قتل په ګډون په اوو جرمونو تورن شو.
د یوتا ناحیې څارنوال، جېف ګرې د دوو مواردو په اړه چې اول یې عمدي قتل او دویم یې د وسلو کارول دي د لا شدیدو فکتورونو تور لګوي ځکه چې تورن کس چارلي کرک یې د هغه د سیاسي نظرونو په خاطر په نښه کړ او دا کار یې پداسې حالت کې کړی چې پوهیده د پېښې په ځای کې ماشومان هم موجود وو او دا پیښه به په خپلو سترګو وویني.
ګرې [د مشکوک کس] رابنسن لپاره د مرګ د سزا غوښتنه هم کړې ده.
مشکوک ټایلر رابنسن تراوسه اعتراف نه دی کړی او د سپتمبر په ۲۹مه به دوهم ځل محکمې ته حاضر شي.
د امریکا دواړو مجلسونو د چارلي کرک د درناوي پرېکړې تصویب کړې دي. سنا د هغه د زوکړې ورځ، د اکتوبر ۱۴مه، د « ملي یاد ورځ» په توګه وټاکله.
د استازو جرګې پرېکړه لیک کرک «یو زړور امریکایي وطنپال» وباله او سیاسي تاوتریخوالی، په ځانګړې توګه د چارلي کرک وژل وغندل.