په یوټا ایالت کې د یوتا ناحیې څارنوال، جېف ګرې، د سیاسي فعال، چارلي کرک، د وژنې په تور شکمن کس یې د عمدي قتل په ګډون په اوو جرمونو تورن کړ، او ویلي یې دي چې د تورن کس د مرګ د سزا غوښتنه به هم وکړي.
څارنوال جېف د سه شنبې په ورځ د اګست ۱۶، په یو خبري کنفرانس کې وویل: "زه جرمي معلوماتو ثبتوم، ۲۲ کلن ټایلر جیمز رابنسن په لاندې جرمونو تورنوم؛ اول مورد – عمدي قتل، هغه جرم چې په قصدي ډول د چارلي کرک د مړینې لامل شو او نورو ته یې د مرګ لوی خطر رامنځته کړ."
جېف ګړې زیاته کړه: "دوهم مورد – د وسلې غیرقانوني کارول چې د ټپي کېدو لامل شو - یو جنایت."
ګری وویل چې د یوټا ایالت د یادو دوو مواردو په اړه د لا شدیدو فکتورونو تور لګوي ځکه چې تورن کس چارلي کرک یې د هغه د سیاسي نظرونو په خاطر په نښه کړ او دا کار یې پداسې حالت کې ترسره کړ چې پوهیدلو د پېښې په ځای کې ماشومان هم موجود وو او صحنه به پخپلو سترګو وویني.
څارنوال جېف وویل: "دریم مورد – عدالت ته د خنډ جوړول، د جنحې د ګټګورۍ جرم، یعنې د کارول شوي ټوپک لیږدول او پټول. څلورم مورد – عدالت ته د خنډ جوړول، د جنحې د ګټګورۍ جرم چې (شکمن کس) خپلې هغه جامې له منځه وړي چې د ډزو په وخت کې یې اغوستې وې."
نور درې تورونه د شواهد په له منځه وړلو پورې اړه لري. د څارنوال په وینا، رابنسن خپل د اتاق ملګری یې اړ کړی و ترڅو هغه پیغامونه پاک کړي چې د ده (رابنسن) په جرمي عمل دلالت کوي، او د خپل اتاق ملګر یې اړ کړی و که چېرې پولیس د هغه (رابنسن) په اړه ورڅخه پوښتنې کوي، ځواب ورنکړي.
څارنوال ګرې زیاته کړه چې د تورن کس د مرګ د سزا غوښتنه به هم وکړي. هغه وویل چې دا پرېکړه یې د شته شواهدو پر بنسټ او په ازاده توګه کړې ده.
مدعی علیه به پرته له ضمانته په بند کې وي.
سیاسي فعال او د ولسمشر ټرمپ متحد، چارلي کرک، په داسې حال کې د سپټمبر په ۱۰ ووژل شو چې د یوټا ولي پوهنتون کې یې په یوې غونډې کې زده کوونکو ته خبرې کولې. رابنسن د سپټمبر په ۱۱ ونیول شو.
د څارنوال ګرې په وینا، د رابنسن ډي ان اې د وسلې په ماشه کې هم موندل شوي دي.
تر دې مخکې د فدرالي تحقیقاتو د ادارې مشر، کاش پټېل، د سه شنبې په ورځ د کانګرس د سنا مجلس د قضایي کمیټې د استعماعیې غونډې په جریان کې د کرک د وژنې په تحقیقاتو کې د شفافیت ژمنه وکړه.
پټیل د وژنې په اړه د FBI د غبرګون دفاع وکړه او ویې ویل چې د دغې ادارې لخوا خپاره شوي ویډیو او پرمختللي عکسونه د شکمن کس د نیولو لامل شوي.
هغه وویل چې د شکمن پلار د قانون تنفیذ مامورینو ته وویل چې "کله چې ما هغه ویډیو ولیده چې تاسو خپره کړه، ما وپیژندله چې دا زما زوی دی، او زه یې په مقابل کې ودریدم."
پټیل د سې شنبې په ورځ د سنا غونډې ته وویل: "موږ یوازې په لومړیو ۲۴ ساعتونو کې له ۱۱۰۰۰ څخه ډیر نښې نښانې ترلاسه کړې، موږ زموږ ډیجیټل میډیا تصدۍ او لارښوونې لاین ته ۱۶۰۰۰ سپارښتنې ترلاسه کړې - دا د موادو لوی شمیر دی چې باید وارزول شي."
مخکې له دې پټیل ویلي وو چې د قانون د تنفیذ افسرانو معلومات او مرکې راټولې کړې وې چې ښیې شکمن، ۲۲ کلن رابنسن، "په اصل کې په وژلو اعتراف کړی دی.
هغه وویل: "شواهد او معلومات به خپاره شي؛ زه به شواهد کمزوري نه کړم، خو زه به هغه څه بیان کړم چې د معلوماتو له مخې موندل شوي، د پیغام د متن تبادله چې پکې هغه، شکمن، په ځانګړي ډول ویلي چې هغه د چارلي کرک د وژلو فرصت درلود او هغه د دې کولو اراده درلوده."
پتیل د فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل، "او کله چې له هغه [رابنسن] څخه وپوښتل شول چې ولې، هغه وویل چې، "هغه د ځینو کرکو سره معامله نشي کولی."
د یوتا والي سپنسر کاکس د یکشنبې په ورځ وویل چې رابنسن له چارواکو سره همکاري نه کوي.
کاکس اې بي سي تلویزیون ته وویل: "هغه (رابنسن) چارواکو ته اعتراف نه دی کړی ... خو د هغه شاوخوا ټول خلک همکاري کوي"
فورم \ دبحث خونه