د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال، جی ډي وینس، ویلي دي چې دی به د دوشنبې په ورځ "د چارلي کرک پروګرام" د یوې ځانګړي خپرونې کوربه وي. هغه دا خبره په داسې حال کې کړې چې امریکایي مشران وژل شوي سیاسي فعال، چارلي کرک، ته د احترام مراتب وړاندې کوي.
کرک د سپټمبر په ۱۰ نېټه د یوټا والې په پوهنتون کې په یوې غونډه کې د وینا په مهال ووژل شو. وینس د یکشنبې په ورځ د اېکس په ټولنیزې شبکې کې ولیکل چې د خپرونې کوربتوب به "خپل ملګري ته د احترام وړاندې کولو" یو فرصت وي.
په همدې حال کې د یکشنبې په ورځ د واشنګټن په کینیډي سنټر کې هم د چارلي کرک په یاد غونډه جوړه شوه. په دې غونډې کې د کرک ملګرو او امریکایي سیاسي مشرانو ګډون کړی و. په غونډې کې د کانګرس د استازو خونې مشر، مایک جانسن، د کرک "بې ساري میراث" ته درناوی وکړ.
جانسن وویل: "دا په امریکا کې یوه ډېره سخته اونۍ وه، موږ ټول پوهیږو؛ دا د غم او خپګان او د غوصې او حتې وېرې ترکیب و". مایک جانسن زیاته کړه: "داسې ښکاري لکه ځمکه چې زموږ له (پښو) تښتېدلې وي، موږ ټول ژور احساس کاوه، او موږ په یاد لرو چې زموږ ګران ملګری چارلي به هیڅکله نه غوښتل موږ ناهیلي شو."
په دې غونډې کې د متحدو ایالتونو د روغتیا او بشري خدمتونو وزیر، رابرټ اف کینیډي وویل چې کرک د "ولسمشر ټرمپ سره زما د یوځای کېدو اصلي عامل" و. کینیډي زیاته کړه چې په اریزونا په یوې غونډې کې د ټرمپ په ګټه له خپلې کانډېداتورۍ تېر شو او د ۲۰۲۴ کال په اګست کې د ټرمپ ملاتړ وتړله.
په دې غونډې کې د نړېوالو رسنیو لپاره د متحدو ایالتونو د ادارې سرپرستې، کاري لېک، وویل چې د کرک د وژل کېدو په خاطر غمجنه ده او د عقیدې او ازادۍ په اړه د کرک د ژمنو یادونه یې وکړه.
هغې وويل: "کله چې یې چارلي له موږ څخه واخسته، په تن یې يو کميس و. په ياد مو دي څه یې پرې لیکلي وو؟ ازادي. موږ له عقیدې پرته ازادي نه شو لرلی. او زه باور لرم چې چارلي به د چهارشنبې وروسته تر چهارشنبې د مخکې به پرتله، ښه ژوند وکړي."
کاري لېک زیاته کړه: "زما نه خوښیږي ووایم چې هغه زما یادیږي. خو خدای له هغه څخه په ښه لارو کې کار اخلي. چارلي مړ نه دی. هغه به تل ژوندی وي."
چارواکو د جمعې په ورځ د چارلي د وژل کېدو په تړاو د تیلر رابنسن نیول تایید کړل. تیلر د یوټا اوسېدونکی دی او ۲۲ کاله عمر لري. د چارواکو په وینا، تیلر د خپل پلار له لوري مقاماتو ته وسپارل شو.
چاروکو ویلي چې مظنون کس په وروستیو کلونو کې "ډېر سیاسي شوی و" او له "کرکې ډک" و. د چارواکو په وینا، تیلر رابنسن خبر و چې چارلي کرک د یوټا ولي پوهنتون ته ورځي.