د ملګرو ملتونو له خوا چمتو شوی راپور وایي چې افغانستان کې د بشري وضعیت د خرابیدو سره اقتصادي ستونزې زیاتې شوي.
ملګري ملتونه وايي چې د طالبانو لخوا د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز، د بیان آزادۍ محدودیتونه او له نړیوالې ټولنې سره د تعامل نه شتوالی د افغانستان روان بشري، اقتصادي او امنیتي بحران لا ژور کړی دی.
'د افغانستان وضعیت او د نړیوالې سولې او امنیت لپاره یې اغیزې' تر نوم لاندي دې تازه درې میاشتني راپور کې چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش د جون په ۱۱مه د امنیت شورا او عمومي اسامبلې ته وړاندې شوی او د پنجشنبې په ورځ د جون ۱۹ (د جوزا ۲۹) د یوناما په ویب پاڼې کې خپور شوی، ویل شوي چې افغانستان کې "خلک د بېساري بېوزلۍ، لوږې، بیکارۍ او طبیعي آفتونو" سره مخامخ دي.
په ۱۴ پاڼو کې لیکل شوي دې راپور کې ویل شوي، چې په حکومتي ادارو کې د بودیجې نه شتوالی، د کارکوونکو شمېره کې کمښت او د معاشونو ځنډ هم د داخلي فشارونو نښې دي.
راپور وایي چې د طالبانو وسلهوالو مخالفو ډلو لکه د ملي مقاومت جبهه (NRF) او د افغانستان د آزادۍ جبهه (AFF) یوشمېر حملې کړي، خو د طالبانو واک ته یې کوم ګواښ نه دی پېښ کړی.
په دې راپور کې د اقتصادي وضعیت او بې وزلۍ په اړه ویل شوي د نړېوالو بانکونو د معلوماتو له مخې، د افغانستان اقتصادي وده لږه وه خو د ټولنیزو شرایطو د ښه والي لپاره کافي نه وه. د راپور په اساس د صادراتو کچه ۲۱ سلنه کمه شوې، په ځانګړي ډول د سکرو او نساجي موادو کچه.
خو د خوراکي توکو صادرات څلور سلنه زیات شوي. راپور کې راغلي چې واردات ۳۷ سلنه زیات شوي او تجارتي کسر ۴۸ سلنه لوړ شوی. د خلکو د ژوند اسانتیاوې لکه کور، روغتیا، او خواړه کم شوي او ۷۵ سلنه وګړي د ژوندي پاتې کېدو له ستونزو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي په خپل راپور کې لیکلي: "د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون "د افغانانو پر شخصي، ټولنیز او اقتصادي ژوند منفي اغېز کړی، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو ژوند یې اغېزمن کړی دی." هغه ټینګار کړی چې د افغانستان خلک نه شي کولای دغه ستونزې یوازې حل کړي، او نړیواله ټولنه باید له افغانانو سره مرسته وکړي.
راپور زیاتوي چې شاوخوا ۲۳.۷ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري. د ۲۰۲۴ کال د بشري مرستو پلان له درې میلیارده ډالرو یوازې ۳۷ سلنه تمویل شوی، او دا د مرستندویه ادارو پر فعالیتونو منفي اغېز کړی دی.
تر دې راپور مخکې د چهارشنبې په ورځ د جون ۱۸(د جوزا ۲۸) په ژینو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد اندیشه وویل چې طالبان د خپلو ادعاو خلاف د افغانانو اساسي حقونه محدود کړي دي.
اندیشه زیاته کړه: “طالبانو له یوې خوا امنیت د ټینګولو ادعاوې کوي، خو له بلې خوا د ښځو، نجونو او مدني ټولنې د غږونو د خاموشه کولو هڅې کوي. دا نه د مشروعیت لاره ده، نه د سولې.”
د ښځو د حقونو فعاله سحر صافۍ، چې د بشري حقونو شورا ته یې په مجازي توګه وینا کوله وویل چې د طالبانو لخوا په ښځو بندیزونه یوازې فردي نه، بلکې ملي فاجعه ده.
صافۍ زیاته کړه: “نجونې له زدهکړو او ښځې له کار او روغتیايي خدماتو محرومې دي. دا یوه انساني ناورین دی، او نړیواله ټولنه باید چوپه پاتې نهشي.”