د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) وايي چې په افغانستان کې تر پنځو کلونو د کم عمر څه باندې ۳.۵ میلیون ماشومان په سختې خوارځواکۍ (سوءتغذیه) اخته دي.
یونیسف په خپل یو نوي راپور کې، چې د دغې ادارې په ویبسایټ کې خپور شوی، ویلي دي چې په سوء تغذیه د اخته ماشومانو له ډلې څخه یې «۱.۴ میلیون یې [د دغې ناروغۍ] له داسې بڼې سره مخامخ دي چې ژوند ته یې خطر» دی.
د ماشومانو د خوارځواکۍ عمده علتونه د بد اقتصادي وضعیت او وچکالۍ له کبله د کافي غذا او خوړو نه شتوالی ښودل شوی دی.
په راپور کې ویل شوي دي چې په افغانستان کې «۹.۸ میلیون خلک د خوړو له شدید کموالي سره مخامخ دي او په هرو لسو ماشومانو کې یې نهه له غذايي فقر سره لاس او ګریوان» دي.
یونیسف وايي چې د ماشومانو د مړینې د لوړې کچې له پلوه افغانستان د نړۍ ۱۵ هېوادونو په کتار کې دی.
دغه اداره وایي چې د سوء تغذي په اړه د ملګرو ملتونو ګډ ستراتېژیک اقدام په افغانستان کې د دغې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره کار کوي او یونیسف، د روغتیا نړیوال سازمان، د خوړو نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره او د ملګرو ملتونو د وګړو سازمان د سوء تغذي د مخنیوي لپاره د څو سکتورونو ترمنځ د منظمه همکارۍ او اقداماتو غوښتنه کوي.
په راپور کې راغلي دي چې د دوی تمرکز په افغانستان کې د تعلیمي بنسټونو د ساتنې تر څنګ په غذا، کرنې، روغتیا، د څښاک په اوبو او نورو برخو باندې دی، چې د سوء تغذي او دا ډول نورو ناروغیو له کبله د ماشومانو د مړینې مخه ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو د بشري چارو تنظیم کوونکې ادارې (اوچا) او یو شمېر نورو بشري سازمانونو په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې په افغانستان کې د بشري وضعیت د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره لاس په کار شي اوافغانستان د بشري کړکیچ په منځ کې یوازې پرېنږدي.
طالبان په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې بیا واکمن شول او ورسره له افغانستان څخه نړیوالې مرسته کوونکې ادارې ووتلې او له افغانستان سره نړیوالې بشري مرستې هم بندې او یا کمې شوې. اوچا وايي په روان کال کې د بشري مرستو یوازې ۱۸فیصده برخه تمویل شوې ده.
فورم \ دبحث خونه