د اروپايي ټولنې د مدني حفاظت او بشري مرستو د عملیاتو ادارې خبرداری ورکړی چې افغانستان په بحراني وضعیت کې دی او په دغه هېواد کې څه باندې ۲۳ میلیون خلک عاجلو بشري مرستو ته ضرورت لري.
دغې ادارې ویلي دي چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان کې ښځې او نجونې تر نورو ډېرې له ستونزو او کړاو سره مخامخ دي.
تېره ورځ د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې اجرایي مشرې سیما بحوث خبریالانو ته وویل: «د افغانو نجونو د ژوند فرصتونه ختم شوي، هغوی له زده کړو، کار او ټولنیز فعالیت څخه منزوي شوي دي.»
د اروپايي ټولنې د مدني حفاظت او بشري مرستو د عملیاتو ادارې د خپل ایکس په حساب کې په یوې خپرې شوې ویدیو کې افغانستان ته د ستنېدونکو افغانانو په اړه، چې د مرستو په ترلاسه کولو کې له مخ په زیاتېدونکو ستونزو سره مخامخ دي، هم اندېښنه ښودلې ده.
په افغانستان کې د دغې ادارې یوې غړې ګیویا بینیدتي وویل چې ۴.۸ میلیون افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه د جبري شړل کېدو له خطر سره مخامخ دي.
بینیدتي وویل: «هره ورځ ګورو چې له پاکستان او ایران څخه سلګونه کورنۍ راستنېږي. هغوی له کمو توکیو سره راستنېږي او له نامناسبو شرایطو سره مخامخ کېږي.»
په همدې حال کې د اروپايي ټولنې کمېسیون اعلان کړی دی چې په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې دننه او سیمې کې د اسیب پذیره افغانانو د لاسنیوي لپاره ۱۶۱ میلیون یورو بشري مرستې کوي.
په دغو مرستو کې به ۱۴۱ میلیون یورو په افغانستان کې دننه او ۱۰-۱۰ میلیون نور به یې په پاکستان او ایران کې په اړمنو افغانانو باندې لګول کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو تنظیم کوونکې ادارې (اوچا) او یو شمېر نورو بشري سازمانونو په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې په افغانستان کې د بشري وضعیت د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره لاس په کار شي اوافغانستان د بشري کړکیچ په منځ کې یوازې پرېنږدي.
یونیسف وايي چې د ماشومانو د مړینې د لوړې کچې له پلوه افغانستان د نړۍ ۱۵ هېوادونو په کتار کې دی.
فورم \ دبحث خونه