د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه شبنې په ورځ جون ۲۴ (سرطان ۳) خپلې ټولنیزې شبکې تروت سوشل پیغام کې وویل: "اوربند اوس نافذ شوی دی. لطفاً سرغړونه مه کوئ."
ولسمشر له تل ابیب څخه وغوښتل چې د تهران پر وړاندې د ایران د توغندیو د بریدونو په ځواب کې پیل شوي هوایي بریدونه ودروي.
ټرمپ د ټولنیزې شبکې تروت سوشل کې په یوه پوسټ کې لیکلي "اسرائیل په ایران د برید نیت نلري. ټولې الوتکې به په داسې حال کې بیرته کور وګرځي چې د دوستۍ د نښې په توګه به ایران ته لاسونه پورته کړي. هیڅوک به زیانمن نشي. اوربند نافذ دی!"
د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر په یوه بیان کې ویلي چې ایران د اسرائیلو په وخت د سهار په ۷ بجو د اوربند له پلي کیدو څو ساعته وروسته د اسرائیلو په خاوره کې درې توغندي وتوغول. دفتر وویل چې توغندي پرته له دې چې مرګ ژوبله یا زیان رامنځته کړي، شنډ شول یا په خلاصو سیمو کې وغورځول شول.
د نتنیاهو دفتر اعلان وکړ چې د اسرائیلو جنګي الوتکو تهران ته نږدې د ایران د رادار سیستم په ویجاړولو سره ځواب ورکړ او له ټرمپ سره د هغه له خبرو اترو وروسته به له نورو بریدونو ډډه وکړي.
ټرمپ، چې په هالنډ کې د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره له سپینې ماڼۍ څخه د وتلو پر مهال خبریالانو سره خبرې کولې وویل چې هغه د اسرائیلو او ایران څخه د هغو بریدونو له امله ناراضه دی چې دواړو خواوو د اوربند له پیل څخه مخکې او وروسته ترسره کړي دي.
په داسې حال کې چې د اسرائیلو جنګي الوتکې د ایران له خوا د سې شنبې د ورځې د جون ۲۴ (سرطان ۳) د توغندیو د ویشتلو د ځواب لپاره چمتووالی نیول، ټرمپ په ټولنیزو رسنیو کې په یوه نادره پوسټ کې له اسرائیل وغوښتل چې برید ودروي.
هغه ولیکل."اسرائیل، دا بمونه مه غورځوه. که تاسو دا کار کوئ، نو تاسو به په جدي سرغړونه کې ښکیل یاست. خپل پیلوټان اوس کور ته راولئ!"
د نتنیاهو دفتر اعلان وکړ چې د ټرمپ سره په خپلو ټیلیفوني خبرو کې، د امریکا ولسمشر "د اسرائیلو لپاره ډیره ستاینه وکړه، چې په جګړه کې یې خپل ټول اهداف ترلاسه کړل، او همدارنګه یې د اوربند د ثبات ډاډ ورکړ."
تر دې مخکې د دوشنبې په ماښام د امریکا ولسمشر په تروت سوشل کې په یوه پیغام کې د اسرائیل او ایران ترمنځ د اوربند د تړون اعلان وکړ.
هغه ولیکل: "ټولو ته مبارک! د اسرائیل او ایران ترمنځ یوه بشپړه او نهایي موافقه شوې ده: بشپړ او جامع اوربند به شاوخوا شپږ ساعته وروسته پیل شي - د دواړو خواوو لخوا د وروستیو ماموریتونو له پای ته رسیدو وروسته - او د ۱۲ ساعتونو لپاره به دوام وکړي. له هغې وروسته، جګړه به په رسمي ډول پای ته رسیدلی وبلل شي."
د ډونالډ ټرمپ په وینا: "د دې تړون له مخې، اوربند به لومړی د ایران لخوا پیل شي، او د ۱۲ ساعتونو وروسته، اسرائیل به هم په رسمي ډول اوربند پیل کړي. د ۲۴ ساعتونو په پای کې، د '۱۲ ورځنۍ جګړې' رسمي پای به د نړۍ لخوا ولمانځل شي."
ولسمشر زیاته کړه: "د اوربند په موده کې، هر اړخ به مکلف وي چې ارامتیا او متقابل درناوی مراعات کړي."
د امریکا د ولسمشر په وینا: "فرض کړئ چې هرڅه د پلان سره سم پرمخ ځي - چې همداسې به هم وي - زه غواړم دواړو هیوادونو، ایران او اسرائیل ته مبارکي ووایم چې د هغه څه د پای ته رسولو لپاره چې باید د '۱۲ ورځنۍ جګړې' په نوم یاد شي، د زغم، زړورتیا او حکمت نه کار واخیست. دا کېدای شوای څو کلنه جګړه وای چې ټول منځنی ختیځ به یې ویجاړ کړی وای، خو داسې ونه شول او هیڅکله به هم ونه شي. "
هغه په پای کې لیکلي وو: "خدای دې اسرائیل حفظ کړي، خدای دې ایران حفظ کړي، خدای دې منځنی ختیځ حفظ کړي، خدای دې د امریکا متحده ایالات حفظ کړي، او خدای دې نړۍ حفظ کړي!"
ایران د دوشنبې په ورځ، د جون په ۲۳مه(سرطان ۳) په قطر کې د امریکا پر پوځي اډې د توغندیو برید وکړ، چې د امریکا له خوا د دوی پر اټومي تاسیساتو د بمبارۍ په غچ کې ترسره شو. د امریکا او قطر دفاعي سیسټمونو توغندي شنډ کړل، او اډې ته یې کوم زیان ونه رساوه.