د لاس رسي وړ اتصالات

نیتانیاهو د ټرمپ سره د لیدو پرمهال هغه د سولې د نوبل جایزې دپاره ونوموی


د اسرایلو لومړي وزیر بنیامین نیتانیاهو د دوشنبې په ورځ وویل چې هغه د نوبل د جایزې کمېټې ته یو لیک استولی دی او په لړ کې یې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سولې د نوبل د جایزې دپاره نوماند کړی دی.

ښاغلي ټرمپ او نیتانیاهو پرون د دوشنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې ملاقات وکړ او په غزه کې یې د اسرایل او حماس د جګړې او ایران او اسرایلو د تیرې میاشتې د جګړې په هکله خبرې اترې وکړې.

دواړو مشرانو د دوشبنې په ورځ د خپلو لوړپوړو مشاورینو سره یوځای په سپینې ماڼۍ کې د ماښام ډوډی وخوړله او د خپلو اړوندو هیوادونو هغه بریالیتوبونه یې ولمانځل چې د ایران پر اټمي تاسیساتو یې د وروستیوو ګډو حملو په لړ کې ترلاسه کړل.

د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو په اجنډا کې د امریکا له خوا پشنهاد شوی تړون چې د غزې د جګړې په هکله دی هم شامل و او دغه راز دواړو خواوو د یرغمل شویو اسرایلي اتباعو د آزادیدو پر مسلې هم بحث وکړ چې د حماس د تروریستي ډلې له خوا یرغمل نیول شوي دي.

ښاغلي ټرمپ د ماښام د ډوډۍ مخکي خبریالانو ته وویل چې ،، مونږ په ګډه فوق العاده کامیابۍ ترلاسه کړي او زه فکر کوم چې په راتلونکې کې به ددې نه هم غټ بریالیتوبونه ترلاسه کړو.،،

ښاغلي نیتانیاهو هم د امریکا او اسرایلو ملګرتیا وستایله او ویې ویل چې ،، زمونږ ټیمونه یو فوق العاده ترکیب تشکیلوي چې ګواښونه ته ځواب ووايي او د فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.،،

د اسرایلو مشر ،،په آزادې نړۍ کې،، د ولسمشر ټرمپ د مشرتابه څخه قدرداني وکړه چې ،، په بیلابیلو سیمو کې په خاص ډول په مینځني ختيځ کې د سولې او امنیت،، دپاره کوښښ کوي.،،

ښاغلي نیتانیاهو ولسمشر ټرمپ ته هغه لیک هم وسپاری چې نوموړي د ولسمشر د نوماندولو دپاره د نوبل د سولې د جایزې کمیټې ته لېږلی دی.

نیتانیاهو وویل چې ،،همدا اوس چې مونږ خبرې کوو ولسمشر [ ټرمپ] اخته دی او د سولې دپاره هیواد په هیواد او سیمه په سیمه کار کوي،،

ښاغلي ټرمپ د نیتانیاهو لیک ومنی او ویې ویل چې هغه د لومړي وزیر نیتانیاهو ددې اقدام څخه ناخبره و. ښاغلي ټرمپ د نیتانیاهو څخه مننه وکړه.

ښاغلي ټړمپ داسې وویل:،، مونږ د هند او پاکستان، سربیا او کوسوو، روندا او کانګو په برخو کې ډیر ښه کار وکړ او دا ټول څه د درو اونیوو په اوږدو کې ترسره شول دغسي نه وه مارکو روبیو؟ او مونږ د نوور مخه هم ونیوله چې جګړې ته چمتو وه. مونږ د ډیرو جګړو مخه ونیوله. زما په نظر په جدي ډول ترټولو غټه جګړه د هند او پاکستان ترمنځ وه او مونږ د هغې جګړې مخه د سوداګرۍ له لارې ونیوله. مونږ د هند سره په تعامل کې یوو او مونږ د پاکستان سره په تعامل کې یوو او مونږ دواړو ته ویلي چې مونږ ستاسو سره، که جګړه کوی، تعامل نه کوو. دوي ښايي د اټمي جګړې تر بریده رسیدلي و. ،،

د دوشنبې د ماښام د میلمستیا سره دا دریم ځل دی چې ولسمشر ټرمپ د جنورۍ د میاشتې راهیسې هغه وخت چې سپینې ماڼۍ ته د ولسمشر په صفت بیا راستون شوی دی د اسرایلو د مشر کوربه توب کوي.

د اسرایلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو نن د سې شنبې په ورځ د امریکا کانګرس ته ځي، چیرې چې به هغه د استازو جرګې له مشر جمهوري غوښتونکی مایک جانسن په ګډون د دواړو ګوندونو د نورو سناتورانو او قانون جوړونکو سره وګوري.

تمه کیږي چې هغه به د مرستیال ولسمشر جي ډي وینس سره هم وګوري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG