په افغانستان کې د ملکرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما)، ویلي دي چې د دې سازمان په لسګونو ښځینه کارکوونکو ته د مرګ ګواښ شوی دی.
یوناما په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په یو تازه راپور کې ویلي دي چې "د مې په میاشت کې، د ملګرو ملتونو په لسګونه ښځینه کارکوونکي ، د یوناما او ملګرو ملتونو د نورو ادارو سره د کار کولو په تړاو، د نامالومو اشخاصو لخوا په روښانه ډول په مرګ وګواښل شول" او زیاته کړې یې ده چې دې کار د ملګرو ملتونو سازمان اړ کړې چې د هغوی د خوندیتوب لپاره مؤقت اقدامات ترسره کړي.
په دې راپور کې چې د ۲۰۲۵ کال د اپرېل څخه د جون تر میاشتې پورې د بشري حقونو وضعیت څېړل شوی، راغلي دي چې "د برحاله چارواکو سره د خبرو اترو په پایله" کې هغوی یوناما ته خبر ورکړ چې د دوی کارکوونکې مسوول ندي.
په راپور کې ملګرو ملتونو ویلي دي که څه هم طالب چارواکي په عام ډول دا مني چې اسلام ښځو ته د کار کولو اجازه ورکوي، خو «یوناما داسې راپورونه ترلاسه کړي چې برحاله چارواکي د ښځو د کار حق"منع کوي.»
په خپور شوي راپور کې د ښځو او نجونو د زدکړو ، د بیان او د ښځو د تګ و راتګ د ازادۍ پر وړاندې محدودیتونه او د ښځو او نجونو په وړاندې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي ته هم اشاره شوې ده.
راپور زیاتوي چې طالب چارواکِي په عام محضر کې د «بدني سزاګانو» پلي کول په اونیز ډول جاري ساتلي دي او د "اپرېل په ۱۱مه، برحاله چارواکو په بادغیس، فراه او نیمروز ولایتونو کې په عام محضر کې د اعدام سزاګانې" تطبیق کړې.
فورم \ دبحث خونه