د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسمشر ټرمپ په منځګړیتوب د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ تاریخي تړون


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د سولې د تاریخي هوکړې منځګړیتوب وکړ چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د لسیزو جګړه ختمه شي.

د جمعې په ورځ د اذربایجان او ارمنستان مشرانو په سپینه ماڼۍ کې د سولې یاد تړون لاس لیک کړ چې په لړ کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ ۳۵ کلنه شخړه پای ته ورسیدله او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي فرصتونو یو نوی فصل پیل شو.

ولسمشر ډونالد ټرمپ د سولې دا موافقه چې نوموړي یې منځګړیتوب وکړ، ولمانځله. ددې موافقې پر اساس به امریکا ددې حق پیدا کړي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ په غرنۍ سیمه کې د سوداګرۍ یو کلیدي مسیر ته وده ورکړي.

د اذربایجان ولسمشر الهام علیوف او د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پشینیان په سپینه ماڼۍ کې د سولې تړون لاس لیک کړ.

ولسمشر ټرمپ وویل چې "د اذربایجان او ارمنستان هیوادونو هوډ کړی دی چې د تل دپاره ټولې جګړې پای ته ورسوي، د سوداګرۍ، سیاحت او ډیپلوماتیکو اړیکو ور پرانیزي او د یو بل د استقلال او ارضي تمامیت" درناوی وکړي.

ښاغلي ټرمپ وویل: "۳۵ کاله یو اږود وخت دی دوی جګړه کړې ده خو اوس ملګري دي او د اوږدې راتلونکې دپاره به ملګري وي. دا یو ستر او ښکلی ویاړ ده چې زه ټولو ته په سپینه ماڼۍ کې د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ ددې تاریخي سرمشریزې غونډې په ترڅ کې ښه راغلاست وایم. دا زما دپاره د ډیرې خوښی ځای دی. زه خوشحاله کېږم چې ښه خلک یو ځای سره ووینم او دوي دواړه ډیر ښه مشران دي. زه غواړم دغو دواړو مشرانو، لومړي وزیر پشینیان او ولسمشر علیوف ته مبارکي ورکړم چې د لیدلوري لرونکي مشران دي او دلته په واشنګټن کې یې یوه تاریخي ګډ تړون لاس لیک کړ."

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه چې دواړو خواوو یوه کلیدي موضوع حل کړه چې په پخوا کې یې مذاکراتو ته خنډ جوړ کړی و او هغه د نخچیونان سیمه ده چې د اذربایجان مربوط کېږي او ارمنستان د اذربایجان او نخچیونان ترمنځ د ځمکې د یوې لارې جوړول چې د "زنګیزور د دهلیز" په نامه یادېږي، خپل د ارضي تمامیت څخه سرغړونه ګڼله.

ښاغلي ټرمپ وویل: "د نوې موافقې پر اساس اوس د نړیوالې سولې او سعادت دپاره د ټرمپ مسیر په نامه د ترانزیت یوه ځانګړې سیمه رامنځ ته کېږي چې اذربایجان ته به د نخچیونان په سیمه کې بشپړ لاس رسی ورکړي او په عین حال کې به د ارمنستان ارضي تمامیت ته بشپړ درناوی وکړي."

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه چې امریکا د دواړو هیوادونو سره د همکارۍ دوه اړخیز تړونونه هم لاس لیک کړل چې په لړ کې به یې د انرژۍ، سوداګرۍ، ټینکالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د امریکا او دواړو هیوادونو ترمنځ همکارۍ وسعت پیدا کړي.

دغه راز ولسمشر ټرمپ پر اذربایجان باندې د دفاع په چارو کې د همکارۍ بندیزونه لیري کړل چې د ۳۳ کلونو راهیسې نافذ و.

د اذربایجان ولسمشر علیوف د جمعې د ورځې سرمشریزه غونډه تاریخي وبلله او زیاته یې کړه چې ددې غونډې په ترڅ کې "د قفقاز په سیمه کې سوله رامنځ ته کېږي او د سترو فرصتونو دپاره لاره هواره کېږي".

د ارمنستان لومړي وزیر پشینیان د دواړو هیوادونو ترمنځ د سولې موافقې ته د یوه "مهم ګام" خطاب وکړ. او زیاته یې کړه چې"مونږ په خپل منځ کې د یوه لا ښې کیسې د پیل د اساس ډبره ایږدو چې دا به تر پخوانۍ کیسې لا ښه وي".

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG