د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي چارواکو د چارلي کرک په وژلو د شکمن په وړاندې د احتمالي فدرالي تورونو لپاره دروازه پرانیستې


د امریکا د لوی څارنوال مرستیال ټوډ بلانچ وویل چې چارواکي ارزونه کوي چې ایا د ټایلر رابنسن په وړاندې فدرالي تورونه لګول کیدی شي، دی د یو سیاسي فعال او د ډونالډ ټرمپ د ملګري چارلي کرک د وژنې په تور نیول شوی دی.

بلانچ د سې شنبې په ورځ سي ان ان سره په خبرو کې وویل: "موږ لاهم په دې اړه څېړنه کوو، ډېر شواهد شته چې باید وکتل شي."

هغه وویل چې فدرالي چارواکي نه غواړي د احتمالي فدرالي تورونو په اړه په بیړه پریکړه وکړي. هغه وویل: "موږ ټول شواهد څیړو چې معلومه کړو ایا فدرالي تورونه مناسب دي، او که مناسب وي، هو، موږ به هغه پلي کړو."

شکمن، ۲۲ کلن رابینسن، د سه شنبې په ورځ د ویډیو له لارې په خپلې لومړۍ محکمې کې حاضر شو، چې د عمدي قتل په ګډون په اوو جرمونو تورن شو.

د یوتا ناحیې څارنوال، جېف ګرې د دوو مواردو په اړه چې اول یې عمدي قتل او دویم یې د وسلو کارول دي د لا شدیدو فکتورونو تور لګوي ځکه چې تورن کس چارلي کرک یې د هغه د سیاسي نظرونو په خاطر په نښه کړ او دا کار یې پداسې حالت کې کړی چې پوهیده د پېښې په ځای کې ماشومان هم موجود وو او دا پیښه به پخپلو سترګو وویني.

ګرې [د مشکوک کس] رابنسن لپاره د مرګ د سزا غوښتنه هم کړې ده.

رابنسن د ضمانت پرته د یوتا سیمې زندان کې ساتل کیږي او تمه کیږي چې هغه ته به د دې اونۍ په پای کې مدافع وکیل وټاکل شي.

سیاسي فعال او د ولسمشر ټرمپ متحد، چارلي کرک، په داسې حال کې د سپټمبر په ۱۰مه ووژل شو چې د یوټا وېلي پوهنتون کې یې په یوې غونډې کې محصلینو ته خبرې کولې او ټایلر رابنسن د سپټمبر په ۱۱ ونیول شو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG