د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: څلور میلیون افغان ماشومان له زده کړو محروم دي


څلور میلیون افغان ماشومان له زده کړو محروم دي، یونیسف وایي.
څلور میلیون افغان ماشومان له زده کړو محروم دي، یونیسف وایي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) وایي چې په افغانستان کې تقریبآ څلور میلیون ماشومان له زده کړو بې برخې دي.

یونیسف وايي په افغانستان کې د ستونزو او اقتصادي کړکیچ له کبله ډېر ماشومان مجبورېږي کار ته مخه کړي چې خپلو کورنیو ته نفقه وګټي.

د یونیسف په یوې اعلامیې کې ویل شوي دي چې د څښاک د اوبو، روغتیايي اسانتیاو او د ښوونځیو د ودانیو نه شتوالی او د ښوونکو او په خاص ډول د ښځینه وو ښوونکو کموالی ښوونځیو ته د ماشومانو د نه ورتګ لوی لاملونه دي.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د واک له بیا ترلاسه کولو وروسته، له ابتدايي ښوونځیو ورپورته د نجونو په زده کړو اود ښځو په کار، سیاسي او نورو مشارکتونو بندیزونه او محدودیتونه ولګول.

ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو د طالبانو دا کار غندلی او د جنسیت په اساس یې «تبعیض» بللی او د طالبانو له حکومت څخه یې غوښتي دي، چې دا بندیزونه او محدودیتونه لېرې کړي.

د طالبانو حکومت ویلي وو چې دا بندیزونه موقتي دي او نجونو ته د زده کړو د شرایطو له برابرولو وروسته به د نجونو په مخ د زده کړو دروازې پرانیستل شي، خو شاوخوا څلور کاله کېږي چې په دې اړه کوم پرمختګ نه دی شوی.

یونیسف په خپل راپور کې ویلي دي چې د نجونو په زده کړو بندیز به د افغانستان لپاره بربادوونکې پایلې ولري او د میلونونو نجونو ژوند او راتلونکی له خطر سره مخامخ کړي.

په همدې حال کې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي په افغانستان کې د لوږې د روان بحران له کبله ماشومان تر نورو ډېر زیان وینی.

دغې ادارې خبرداری ورکړی دی چې ممکن سږکال تر پنځو کلونو کم عمره ۳.۵ میلیون ماشومان په افغانستان کې خوارځواک یا سوتغذیه شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG