د لاس رسي وړ اتصالات

روان کال کې تر دې 'دمه ۸۰۰زره افغان ماشومان افغانستان ته ستانه' شوي


د ماشومانو د ساتنې اداره (سایف د چلډرن) وايي چې په هرې نیمې دقېقې کې یو افغان ماشوم یا له ایران او یا له پاکستان څخه خپل هېواد ته ستنېږي او دا په داسې حال کې ده چې د دغه هېواد نیم نفوس مرستو ته اړتیا لري.

دغه اداره وايي واک ته د طالبانو له بیا ستنېدو څلور کاله وروسته افغانستان له ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو له یوې نوې څپې سره مخامخ دی.

د ماشومانو د ساتنې اداره د کډوالو د نړیوال سازمان د ارزونې په اساس په یوې اعلامې کې ویلي چې په روان کال کې تر دې دمه ۸۰۰زره ماشومان له پاکستان او یا ایران څخه راستانه شوي، وايي په هرو څلورو ستانه شویو کې یې درې له ایران څخه راغلي او دا د تېرکال د راستانه شویو ماشومانو د شمېر دوه برابره دی.

اکثریت ماشومان له میندو او پلرونو او سرپرست څخه پرته راستانه شوي، چې ډېرې یې له خپل هېواد سره نااشنا دي، ځکه چې یا په ګاونډیو هېوادونو کې زېږېدلي او یا یې هلته ډېر وخت تېر کړی دی.

د ماشومانو د ساتنې دغه اداره وایي چې دوی ډېر راستانه شوي افغانان لیدلي چې د افغانستان د لویو ښارونو په پارکونو او ازادې فضا کې شپې سبا کوي. وايي د دغو راستانه شویو د نوې څپې تر پیل مخکې هم د افغانستان نیمایي نفوس مرستو ته اړتیا لرله، چې په هرو پنځو ماشومانو کې یې یو له سختې لوږې سره مخامخ و.

د ماشومانو د ساتنې دا دادره وايي چې په همدې حال کې افغانستان کې په کور دننه هم په ډېر شمېر کې خلک بېځایه شوي او ډېرماشومان له اقلیمي بدلون څخه د پیدا شویو ستونزو له کبله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ اېستل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG