په داسې حال کې چې د افغانستان د کونړ په ولایت کې په زلزلې کې ژغورونکي لا هم له ړنګو شویو ودانیو څخه مړي او زخمیان وباسي او سیمې ته د نړیوالو بشري مرستو ډلې رسېدلي، د مړو شمېر تر ۲۲۰۰ هم پورته ختلی دی.
د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال حمد الله فطرت په خپل ایکس حساب کې په دې اړه تازه معلومات خپاره کړي او لیکلي دي چې له نړیدلویو ودانیو څخه سلګونه نور مړي هم اېستل شوي او په دې سره د مړه شویو«شمېر ۲۲۰۵ ته او د زخميانو ۳۶۴۰ ته پورته» شوی دی.
په دغې زلزلې کې څه باندې ۶۷۰۰ کورونه هم ویجاړ شوي دي.
له زلزلې ځپلیو سره د مرستو لپاره د ځینو هېوادونو مرستې هم کابل ته رسېدلي دي. د راپورونه په اساس، قطر افغانستان ته څلور الوتکې خوراکي او طبي مواد او سرپناوې استولي دي. د قطر د پراختیا صندوق دا مرستې کړې چې ۱۱۰۰۰ کسانو ته کفایت کوي.
د قطر یو پلاوي دا مرستې کابل ته ورسولې چې د نړیوالو همکاریو په چارو کې د قطر د دولت وزیره مریم بنت علي بن ناصر المسند یې مشري کوله.
د افغانستان لپاره د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي چې د اروپایي ټولنې د مرستو دوې الوتکې کابل ته رسېدلي دي. په دغو مرستو کې ۱۳۰ تنه خیمې، طبي وسایل او نور ضروري مواد شامل دي.
یونسف هم ویلي دي چې سیمې ته یې مرستندویه ډلې استولې او په لومړیو ۷۲ ساعتونو کې یې د شاوخوا ۲۵۰۰ کسانو درملنه کړې ده.
یوناما هم سیمې ته د مرستندویه ډلو د استولو خبره کړې ده. راپورونه وايي چې د هلال احمر په ګډون یو شمېر خیریه ټولنو په سیمې کې بې ځایه شویو خلکو ته خیمې درولي او موقتي سرپناوې یې ورته برابرې کړې دي.
د افغانستان یو شمېر پانګوالو او نورو خلکو هم له زلزلې ځپلیو سره د مرستو لپاره لاس په کار شوي او یو شمېر افغانانو په انلاین ډول د مرستو ټولول پيل کړي دي.
په افغانستان کې د یکشنبې په شپه زلزله وشوه، د متحدو ایالتونو د جیولوژي سروې د معلوماتو په اساس د دغې زلزلې مرکز جلال اباد و او نژدې سیمې هم ځپلې دي. په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې دا ډول زورورې زلزلې شوې چې زرګونه کسان په کې مړه شوي او ژوبل شوي دي.
فورم \ دبحث خونه