د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د سلګونو بهرنیو کارګرو نیول؛ ټرمپ له بهرنیو کمپنیو وغوښتل چې امریکایان وګماري او وروزي


تېره اونۍ د جورجیا په ایالت کې د هیوانډای د بطرۍ جوړولو په یوې فاریکې کې د چاپې له وهلو وروسته، چې ۴۷۵ بهرني کارګر په کې ونیول شول، ولسمشر ټرمپ یو ځل بیا ټېنګار وکړ، چې په امریکا کې بهرنۍ کمپنۍ باید امریکايي کارګر وګماري او ویې روزي او د مهاجرت قوانینو ته درناوی وکړي.

نیول شوي اکثریت کارګر د جنوبي کوریا دي. د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ متحدو ایالتونو ته راځي چې د دغو سلګونو نیولو شویو کارګرو د ستنولو چارې نهايي کړي.

ولسمشر ټرمپ د یکشنبې په ورځ د ټروټ سوشل په حساب کې ولیکل: «زه په دې اساس په ټولو هغو بهرنیو شرکتونو، چې په متحدو ایالتونو کې پانګونه کوي، غږ کوم چې لطفآ زموږ د ملت د مهاجرت د قوانینو درناوی وکړئ. ستاسو د پانګونې هر کلی کوو او تاسو هڅوو چې په تخنیکي لحاظ خپل ډېر مستعد او مجرب خلک راولی چې په نړیواله کچه ښه تولیدات ولري او موږ به یې حقوقي چارې درته ممکنې او چټکې کړو. خو په بدل کې یې له تاسو غواړو چې امریکايي کارګر وګمارئ او وروزئ.»

د جنوبي کوریا د ولسمشر دفتر ویلي دي چې دا کارګر به په یوې چارټر شوې الوتکې کې خپل هېواد ته ستانه کړل شي. دا پېښې داسې مهال کېږي چې متحدو ایالتونو د جولاۍ په ۳۰مه له جنوبي کوریا سره د یو تجارتي تړون اعلان وکړ. په کاري چوکاټ باندې توافق په جنوبي کوریا باندې د ولسمشر ټرمپ ۲۵د فیصده تعرفې مخه ونیوله چې د اګست لومړۍ نېټه یې ضرب الاجل و. امریکا د جنوبي کوریا تر ټولو مهم امنیتي ملګرې او دویمه تجارتي شریکه ده.

متحده ایالتونه، د یو تړون په اساس چې د لسو تجارتي ملګرو او عمده اسیايي ایتلافیانو سره یې شخړې کموي، د جنوبي کوریا په صادراتو باندې ۱۵ فیصده تعرفه لګوي.

جنوبي کوریا هم موافقه کړي چې په متحدو ایالتونو کې به په هغو پروژو کې ۳۵۰ میلیارد ډالر پانګونه کوي، چې ولسمشر ټرمپ یې په ګوته کوي او د ۱۰۰ میلیارد ډالرو په ارزښت به د انرژۍ تولیدات اخلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG