ولسمشر دونالډ ټرمپ مخکې له دې چې د جمعې په ورځ د لاسکا په ایالت کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره غونډه وکړي، د اروپايي مشرانو او د اوکراین ولسمشر ولادیمیرزیلینسکي سره یوه مجازي یا انلاین غونډه او خبرې وکړې.
د چهارشنبې په ورځ د اوکراین په وړاندې د روسیې د درې کلنې جګړې د اوربند لپاره تر خبرو اترو مخکې، ټرمپ په خپلې ټولنیزې رسنۍ، ټروت سوشل، کې د خپلو اروپايي همکارانو په اړه ولیکل: "دا ښه خلک دي چې غواړي یوه موافقه وشي او بشپړه شي."
زیلینسکي په جرمني کې و چې د چهارشنبې د ورځې په خبرو اترو کې برخه واخلي، چې په کې د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس، د جرمني صدراعظم فریډریش مرز، د ناتو عمومي منشي مارک روټه، او د فنلنډ، فرانسې، بریتانیا، ایټالیا، پولنډ او د اروپا اتحادیې مشرانو هم برخه اخیستي وه.
سپینې ماڼۍ وروسته له خبرو اترو سمدستي تبصره ونه کړه، خو څو تنو ګډونوالو په جلا خبري غونډو کې خبرې وکړې. زیلینسکي خبریالانو ته وویل چې " اول باید اوربند ته لومړیتوب ورکړل شي."
د سپینې ماڼۍ ویاندې کرولاین لیوویت د ولسمشر ټرمپ او د روسیي د مشر ولادیمیر پوتین تر منځ د لیدنې کتنې په اړه وویل چې د جمعې په سهاربه ولسمشر ټرمپ د الاسکا په اینکرج کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ملاقات وکړي چې د روسیې او اوکراین ترمنځ مرګونې جګړه ختمه شي.
هغې وویل: "لکه څنګه چې ولسمشر ټرمپ بیا بیا ویلي، هرکله چې د پایلو ترلاسه کول ممکن وي، هغه تل د سولې او شراکت پلوی دی.اوس مهال په نړۍ کې هیڅ داسې مشرتابه نه شته چې د جګړو د مخنیوي یا د پای ته رسولو لپاره تر ولسمشر دونالډ ټرمپ زیات ژمن وي."
د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتو مرستیالې کارولین لیویټ د سه شنبې په ورځ هیله وښوده چې په راتلونکي کې یوه درې اړخیزه غونډه له ټرمپ، پوتین او زیلینسکي سره هم وشي.
فورم \ دبحث خونه