د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پراخه کچه وارداتي توکو باندې د سختو تعرفو نوې لړۍ پیل کړې ده، چې په کې په درملو باندې ۱۰۰٪ تعرفه او په درنو لاریو باندې ۲۵٪ تعرفه شامله ده چې ټاکل شوې راتلونکې اونۍ به نافذ شي.
ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اکتوبر له لومړۍ نیټې څخه به په درملو باندې ۱۰۰٪، د پخلنځي او تشناب په الماریو ۵۰٪، په فرنیچر ۳۰٪ او په درنو لاریو باندې ۲۵٪ وارداتي مالیه ولګوي.
ولسمشر ټرمپ په ټولنیزې شبکې تروت سوشیل کې لیکلي چې هغه باور لري هغه تعرفې چې ده د روان کال په پیل کې لګولي د حکومت د بودیجې کسر د کمولو او په متحدو ایالتونو کې د تولید په وده کې به مرسته وکړي.
"موږ به د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له لومړۍ نیټې څخه، په هر درمل جوړونکي محصول باندې ۱۰۰٪ تعرفه وضع کړو، خو هر هغه شرکت چې په امریکا کې یې د درمل جوړولو فابریکه جوړه کړي یا "تر جوړیدو لاندې" وي له دې امر څخه مستثنا دی. د "کار پیل" او/یا "تر جوړیدو لاندې" له همدې امله، که چیرې ساختماني کار پیل شوی وي نو ددي درملو پر محصولاتو به هیڅ تعرفه نه وي. دې موضوع ته ستاسو د پاملرنې نه مننه کوم!"
حکومت په اپریل میاشت کې، د ۱۹۶۲ کال د سوداګرۍ پراختیا قانون لاندې د درملو او لاریو د وارداتو د ملي امنیت اغیزو په اړه د ۲۳۲ برخې تحقیقات پیل کړل.
د سوداګرۍ وزارت هم په مارچ کې د لرګیو په اړه تحقیقات پیل کړل، که څه هم دا روښانه نده چې ایا د فرنیچر تعرفې د دې څیړنې پایله ده.
ټرمپ په تروت سوشل کې یادونه وکړه چې په درملو باندې لګول شوې تعرفې به په هغو شرکتونو باندې پلي نشي چې په متحدو ایالتونو کې د تولید فابریکې جوړوي.
دا روښانه نده چې تعرفې به څنګه هغه شرکتونو باندې اغیزه وکړي چې امریکا کې دننه فابریکې لري.
د امریکا د سرشمېرنې اداره وايي، امریکا تېر کال نږدې ۲۳۳ ملیارد ډالرو په ارزښت درمل او درملو اړوند محصولات وارد کړل.
د درملو تولیدونکي د نویو تعرفو مخالفت کوي، او استدلال کوي چې درمل په تاریخي ډول له تعرفو څخه معاف دي.
دوی پر حکومت فشار راوړي چې په درملو باندې تعرفې معاف کړي، او وايي چې د مالیې پالیسي به د امریکا د درملو د تولید په زیاتوالي کې ډیره اغیزمنه وي.
د سپینې ماڼۍ چارواکي وايي چې د روان کال په پیل کې د تعرفو ګواښونو د جانسن او جانسن، اسټرا زینیکا، روچې برسټل مایرز سکوییب او ایلي لیلي په شمول ځینې لوی درمل جوړونکي شرکتونه په غوسه کړي.
ټرمپ وویل چې په بهر کې جوړې شوې درنې لارۍ او پرزې کورني تولیدونکو ته زیان رسوي چې باید ننګه یې وشي.
د سوداګریزو لاریو یو شمیر جوړونکي په مکسیکو کې د میشتو فابریکو څخه د متحدو ایالتونو د بازار لپاره د درنو بار وړونکو لاریو د جوړولو لپاره کار اخلي.
د جرمني د ډیملر لاریو د شمالي امریکا څانګه په مکسیکو کې د فریټ لاینر ځینې لارۍ راټولوي. فریټ لاینر په درنو باروړنکو لاریو کې د شمالي امریکا د بازار مشهوره لارۍ دي چې د بازار نږدې ۴۰ سلنه برخه جوړوي. همدارنګه، د جرمني ټراټون ګروپ په مکسیکو کې د نړیوال برانډ درنو بار وړونکو لاریو تولیدونکی دی.
ټرمپ په خپل پوسټ کې لیکلي، "د دې [نویو تعرفو] دلیل د نورو بهرنیو هیوادونو لخوا متحدو ایالتونو ته د 'سیلاب' په څیر د دې محصولاتو راتګ دی. دا یو ډیر غیر عادلانه عمل دی، خو موږ باید د ملي امنیت او نورو دلایلو لپاره د خپل تولید بهیر خوندي کړو."
ټرمپ په دوامداره توګه ویلي چې تعرفې د شرکتونو د هڅولو لپاره اړینې دي چې په هیواد کې دننه فابریکو کې پانګونه وکړي.
ولسمشر هغه اندیښنې رد کړې چې ګواکې واردونکي به د مالیاتو د لګښت بدل د مصرف کوونکو څخه د لوړو بیو او د سوداګرۍ د انتقال له لارې، واخلي.
ولسمشر د پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د اجرائیوي فرمانونو د لاسلیک کولو پر مهال دا ومنله چې امریکایي بزګران د سویابین د خرڅلاو د له لاسه ورکولو له امله د چین پر وړاندې د تعرفو له امله زیانمن شوي دي.
هغه وویل چې د تعرفو د عوایدو یوه برخه به د هغو بزګرانو سره شریکه شي چې د سوداګرۍ شخړې له امله زیانمن شوي دي، هغه څه چې ولسمشر ټرمپ د خپلې لومړۍ دورې د ولسمشرۍ په جریان کې وکړل، کله چې د هغه تعرفو د امریکا د کرنې سکتور په وړاندې غچ واخیست.
په عین حال کې، د امریکا سترې محکمې په دې میاشت کې موافقه وکړه چې د نومبر په میاشت کې به د ټرمپ ادارې د پراخو نړیوالو تعرفو د ساتنې د غوښتنې په اړه دلیلونه واوري، کوم چې د ولسمشر د اقتصادي اجنډا یوه مهمه برخه ده.
ټاکل شوې چې دا تعرفې به تر هغه وخته پورې پر خپل ځای پاتې وي چې په ابتدایي محاکمو کې د نامطلوبو پریکړو وروسته،د دې قضیې په اړه پریکړه وشي.
فورم \ دبحث خونه