د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې په ۲۰۲۵ کال کې افغانستان ته د یوه میلیون څخه د زیاتو افغانانو راستنیدو ، دغه هیواد دیوه بې ساري بشري کړکیچ سره مخ کړی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا (OCHA) په خپل راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ، د جون ۲۶مه (د سرطان ۵) مه نېټه یې خپور کړی، ویلي دي چې سږ کال د یوه میلیونو څخه زیات افغان کډوال د ایران او پاکستان څخه خپل هیواد ته ستانه شوي دي او دې مسلې افغانستان د یوه بې ساري ناورین سره مخامخ کړی دی.
خپور شوی راپور زیاتوي چې نړیوال بشري تمویل تر اوسه د اړو کسانو اړتیاوې نه دي پوره کړي او دا چې تر اوسه شوې مرستې د اړتیاوو په پرتله کمې دي.
د راپور له مخې د ۲۰۲۴ میلادي کال په اوږدو کې نړیوالو مرستندویه بنسټونو د افغانستان دپاره د بشري اړتیاوو د رسولو د پلان له مخې شاوخوا ۱۸۳ میلیونه امریکايي ډالره ځانګړي کړي و چې په ترڅ کې یې د ۳،۳ میلیونه افغانانو ته د ژوند ژغورنې مرستې ورسېدې خو د ملګرو ملتونو دغه سازمان وايي چې دا مرستې کافي نه دي.
ملګرو ملتونو وايي چې د ۲۰۲۵ کال لپاره بشري مرستندویه ادارو پلان او هدف درلود چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۳.۷ میلیون اړو کسانو ته مرستې ورسوي، خو د کافي تمویل د نشتوالي له امله، یوازې یوه کوچنۍ برخه خلګو ته مرستې رسېدلي دي.
په وروستیو میاشتو کې شاوخوا ۶۰۵,۰۰۰ افغانان له ایران او پاکستان څخه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي، چې تر ډېره بېوسه، بېاسناده او هېڅ حکومتي ملاتړ نلري. دغو کسانو ته د روغتیا، سرپناه، خوراک، او کار زمینه نه ده برابره شوې.
ملګري ملتونه وایي چې د دغو راستنېدونکو له ډلې ۸۰ سلنه یې له پاکستان او ایران څخه د اقتصادي فشارونو، زورونې او تاوتریخوالي له کبله راتښتېدلي او بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
په دغو راستنېدونکو کې ۵۷ سلنه ماشومان، ۲۲ سلنه بالغې ښځې، او ۱۷ سلنه هغه ښځې دي چې د خپلو کورنیوو مشري کوي. د ملګرو ملتونو په وینا دغو آمارو د بشري مرستو اړتيا نوره هم لوړه کړې ده.
د بشري چارو لپاره د ملګرو ملتونو مرستیال هماهنګ کوونکي، اندریکا راتواتي خبرداری ورکړی چې افغانستان د “ژورې کندې” پر غاړه دی.
هغه ټینګار کوي چې د “بیاځلي بېځایه کېدو” خطر موجود دی چې کولی شي سیمه نوره هم بېثباته کړي.
د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) د افغانستان د برخي مشر، پارک میهیونګ وویل:“راستنیدونکي کورنۍ یوازې د څو کڅوړو جامو سره راځي. دوی نه اسناد ، نه سرپناه، نه روغتیايي خدمات او نه هم د ژوند وسایل لري.؛؛
د ملګرو ملتونو، د کډوالو عالي کمیشنرۍ UNHCR او د مهاجرت نړیوال سازمان IOM له نړیوالې ټولنې غوښتي دي چې د افغانستان لپاره د بیړنیو بشري مرستو د تمویل کچه لوړه کړي.
ملګرو متلونو د پنجشنبې د ورځې په راپور کې خبرداری ورکړی دی چې که نړیواله ټولنه بیړني او دوامدار ګامونه پورته نه کړي، نو نه یوازې دا چې د راستنېدونکو افغانانو وضعیت به لا نور هم خراب شي، بلکې د ټول هېواد او سیمې ثبات ته به جدي ګواښ پېښ کړي.
فورم \ دبحث خونه