د لاس رسي وړ اتصالات

یو امریکايي خیریه بنسټ په غزې کې د بشري مرستو د وېش لپاره مرکزونه پرانیستل


یوه امریکا مېشته خیریه ټولنه وايي چې د غزې لسګونه زره خلکو ته یې مرستې رسولې
یوه امریکا مېشته خیریه ټولنه وايي چې د غزې لسګونه زره خلکو ته یې مرستې رسولې

په امریکا کې مېشته یوه اداره وايي چې په غزې کې یې د مرستو د وېش درېیمه سیمه هم پرانیستې، چې فلسطینیانو ته مرستې ورسوي او له کومې پېښې پرته یې چارې سمبال کړې.

د «غزې بشري بنسټ» امریکا غږ ته په یو استول شوي ایمیل کې ویلي، چې دا د مرستو د «وېش درېیمه خوندي» سیمه ده، چې خپلې ټولې مرستې یې د چهارشنبې په ورځ ووېشلې.

دې ادارې په خپلو دوو سیمو کې، چې مخکې یې پرانیستې وې، هم مرستې ووېشلې او وايي چې په دې سره یې د غزې په خلکو یې تر دې دمه د مرستو ۱۷۲۸۰ بستې یا کڅوړې وېشلي، چې تقریبآ ۱.۸ میلیون خوراکونه کېږي.

دا اداره سږکال د متحدو ایالتونو او اسرائیل په مرسته جوړه شوه. دا اداره خصوصي امریکايي امنیتي پرسونل غزې ته انتقال کړي، چې د حماس له مداخلې پرته مرستې ووېشي. دحماس ترهګره ډله په سیمه کې په نړیوالو مرستو باندې خپل کنترول او اغیز ساتي، چې په غزې کې په اوسېدونکو باندې واک ولري.

په ملګرو ملتونو کې د اسرائیل سفیر داني دانن تېره ورځ خبریالانو ته وویل چې اسرائیل د ملګرو ملتونو تر څار لاندې د بشري مرستو د لاریو له لارې مرستې ورسوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټمي بروس تېره ورځ خبریالانو ته وویل، چې حماس هڅه وکړه، د غزې د بشري مرستو بنسټ د وېش شبکه خنثي کړي، خو بریالی نه شو. هغې وویل ښه خبره دا ده، چې مرسته کوونکو، چې حماس په کې نه دی شامل، د غزې خلکو ته مرستې ورسولې.

دغې ادارې په یوې اعلامیې کې ویلي دي: « وضعیت اضطراري دی. خو هر ساعت لا ډیر خلک تغذیه کېږي. نور وقار بېرته راګرځول شوی. نورې هيلې پیدا شوې. موږ دلته یو. موږ کار کوو. موږ د هغو خلکو منندوی یو، چې په مستقیم ډول د غزې خلکو لاسونو ته د حیاتي مرستو په رسولو کې زموږ تر څنګ ودرېدل.»

دغې ادارې وویل چې پلان لري په اینده اونیو کې د مرستو نورې سیمې هم پرانیزي.

په ملګرو ملتونو کې د اسرائیل استازي داني دنن تېره ورځ خبریالانو ته وویل، چې اسرائيل د کریم شلون بندر له لارې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې د بشري مرستو د لاریو په واسطه بشري مرسته رسوي. نوموړي وویل چې د غزې په لوري د مرستو ۴۰۰ لارۍ ولاړې دي او هغه د ملګرو ملتونو کارکوونکي تورن کړل، چې دا لارۍ نه بیايي.

هغه وویل: «موږ دغو لاریو ته خوندي لارې برابرې کړې. خو ملګري ملتونه رانه غلل. خپل غرور یوې خواته کېږدئ. مرستې واخلئ او خپل کار وکړئ.»

تېره ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوچاریک وویل چې له تېرې اونۍ راهېسې اسرائيل د غزې لپاره د مرستو ۸۰۰ اسرائیلي لارۍ تائید کړي. له دې ډلې یې د کریم شلون په بندر کې څه باندې ۵۰۰ لارۍ تخلیه شوې او په همدومره اندازه فلسطیني لارۍ د غزې په لوري روانې دي.»

نوموړي وویل چې د «ناامنۍ او محدودیت» له کبله ملګرو ملتونو او شریکانو یې څه باندې ۲۰۰ فلسطيني لارۍ یوړلې. د ملګرو ملتونو د بشري چارو تنظیمونکې ادارې امریکا غږ ته په یوې استول شوې اعلامیې کې ویلي دي چې ملګري ملتونه او ملګري یې هڅه کوي چې تر خپل امکان پورې په ټولې غزې کې اړمنو ته مرستې ورسوي. په اعلامیې کې ویل شوي دي، چې تر دې دمه یې د خوراکي موادو او نورو حیاتي مرستو ۱۸۰زره بستې رسولي دي.


فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG