د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو وايي، ډېر امکان لري چې هېواد یې د حماس له ترهګرې ډلې سره د بل اوربند په اړه موافقې ته ورسیږي چې امریکا د غزې په شل میاشتنۍ جګړه کې وړاندیز کړی دی.
نتنیاهو دا څرګندونې په واشنګټن کې د امریکا د فاکس بزنس خبري شبکې سره په یوه مرکه کې وکړې، چې د سې شنبې په ورځ ۸مه (د سرطان ۱۷مه) نیټه ثبت شوه او د چهارشنبې په ورځ خپره شوه.
هغه دا څرګندونې په سپینې ماڼۍ کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د خپلې دوهمې غونډې له پای ته رسولو وروسته وکړې.
له دې مخکې، د منځني ختیځ لپاره د ټرمپ ځانګړي استازي سټیف ویټکاف د سې شنبې په ورځ وویل چې د امریکا په وړاندیز کې د ۶۰ ورځو اوربند غوښتنه شوې چې په ترڅ کې به یې حماس ۱۰ ژوندي یرغمل شوي کسان او د نهو یرغمل شویو جسدونه خوشې کړي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه یې پر اسرائیلو د یرغل پرمهال نیولي وو او جګړه یې پیل کړه.
د اسرائیلو او حماس مرکچیان په دې اونۍ کې په دوحه کې د عربي منځګړو له لارې د دې وړاندیز په اړه خبرې اترې کوي.
نتنیاهو وویل: "زه فکر کوم چې ښه فرصت شته چې موږ به دا اوربند ترلاسه کړو او دا به موږ هغه هدف ته نږدې کړي چې ما له پیل څخه ټاکلی و - راځئ چې ټول [د حماس له خوا یرغمل شوي] پرته له دې چې [حماس ته] تسلیم شو خوشې کړو."
اسرائیل د امریکا په ملاتړ دوه ځلي د اوربند سره موافقه وکړه چې په کې حماس یرغمل شوي کسان خوشې کړل او په بدل کې یې اسرائیل د تاوتریخوالي جرمونو په تور فلسطیني بندیان خوشې کړل او خپل ځواکونه یې د غزې له خاورې څخه وویستل.
دواړه وارې اوربند مات شو، اسرائیل او امریکا حماس په دې ملامت کړ چې د یرغمل شویو کسانو خوشې کولو او بې وسلې کولو ته د دوام ورکولو څخه انکار کوي.
نتنیاهو د چهارشنبې په ورځ، واشنګټن ته د خپل سفر په دریمه ورځ، په پنټاګون کې د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګسیټ سره هم ولیدل.
تمه کیږي چې هغه به د پنجشنبې په ورځ اسرائیل ته له ورستنیدو دمخه د امریکا د کانګرس له مهمو غړو سره هم وګوري.
فورم \ دبحث خونه