د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي وینس وايي چې روسیه باید د اوکراین پر وړاندې په خپله جګړه کې "ویښه شي او له واقعیت سره مخ شي" او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ "جدي غوښتنې" ته غوږ ونیسي ترڅو د سولې یوې موافقې ته د داخلیدو لپاره د خبرو اترو میز ته راشي.
ټرمپ تېره اونۍ وویل چې اوکراین کولی شي ټولې هغه سیمې بیرته ونیسي چې روسیې ته یې له لاسه ورکړې وې، دا هغه څه دي چې وینس د یکشنبې په ورځ له فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې د روسیې پر اقتصاد د جګړې اغیزې ته منسوب کړل.
وینس وویل: "د روسیې اقتصاد د سقوط په حال کې دی. روسان د جګړې په ډګر کې ډېر څه نه ترلاسه کوي. دا په څرګنده توګه د ولسمشر ټرمپ جدي غوښتنې ته د غوږ نیولو وخت دی چې د خبرو اترو میز ته راشي او د سولې په اړه جدي خبرې وکړي."
ټرمپ په اوکراین کې د روسیې د درې کلنې بشپړې جګړې د پای ته رسولو هڅه کړې ده. د دې هدف د پرمختګ لپاره، هغه د اګست په میاشت کې په الاسکا کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ولیدل او د پوتین او د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ترمنځ یې د مستقیمو خبرو اترو غوښتنه وکړه.
روسیې په عامه توګه د لیدنې لپاره خپله لیوالتیا نه ده څرګنده کړې.
وینس وویل: "هغه څه چې موږ په تیرو څو اونیو کې لیدلي دي دا دي چې روسانو د اوکراینیانو سره د هر ډول دوه اړخیزې غونډې لپاره له کېناستو ډډه کړې ده."
هغه زیاته کړه: " دوي غواړي څومره نور خلک ددې جګړې په ډګر کې د کمکۍ لاسته راوړنې لپاره ووژني، هغه هم که کومه لاسته راوړنه پکې وي؟"
د اوکراین سره د ملاتړ په اړه، وینس وویل چې د ټرمپ اداره د توماهاک کروز توغندیو لپاره د زیلینسکي غوښتنه په پام کې نیسي. دا توغندي، چې شاوخوا ۱۵۰۰ کیلومتره واټن لري، مسکو به د کیف د نښې په ساحه کې راولي.
وینس وویل "دا هغه څه دي چې ولسمشر به یې په اړه وروستۍ پریکړه وکړي. زه پوهیږم چې موږ دا غوښتنه باندې بیاکتنه کوو. موږ په یو شمیر نورو غوښتنو هم غور کوو".
ټرمپ په وار وار ویلي چې هغه د اوکراین په ښارونو باندې د روسیې د دوامداره بمباریو له امله د ولسمشر پوتین څخه مایوسه شوی دی.
ټرمپ تېره اونۍ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په خپلې وینا کې، وویل که چیرې مسکو د سولې په لور حرکت ونه کړي، امریکا چمتو ده چې په روسیې باندې "د ډیرو شدیدو تعرفو یوه ډیره قوي مرحله" پیل کړي.
هغه په نورو هیوادونو هم غږ وکړ چې د روسیې د تیلو اخیستل ودروي. روسیه د دې ډول پلور څخه ترلاسه شوي عاید په اوکراین کې د خپلې جګړې د تمویل لپاره کاروي.
ټرمپ په ملګرو ملتونو کې وویل: "اروپا باید مشري وکړي." "دوی دا نشي کولی. دوی له روسیې څخه تیل او ګاز اخلي پداسې حال کې چې دوی ورسره جګړه کوي. دا د دوی لپاره شرم دی."
ټرمپ د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې د زیلینسکي سره له لیدنې وروسته، په ټولنیزې شبکې تروت سوشل کې ولیکل: "د اوکراین-روسیې د پوځي او اقتصادي وضعیت سره د بشپړ پوهیدو او بلدتیا وروسته، او د هغو اقتصادي ستونزو لیدلو وروسته چې روسیې یې رامینځته کړي، زه باور لرم چې اوکراین، د اروپایي اتحادیې په ملاتړ سره، په داسې موقف کې دی چې بیرته جګړه وکړي او ټول اوکراین خپل اصلي بڼه ته راستانه کړي."
په عین حال کې، روسیې د یکشنبې په ورځ په سلګونو ډرونونه او لسګونه توغندي په اوکراین وویشتل چې له امله یې لږترلږه څلور کسان ووژل شول. اوکرایني چارواکو وویل چې په کیف کې یوه ۱۲ کلنه نجلۍ هم د وژل شویو په ډله کې ده.
زیلینسکي د یکشنبې په ورځ په خپل ایکس پوسټ کې وویل: "دا ناوړه برید تقریبا د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د یوې اونۍ غونډو پای ته رسیدو سره سم ترسره شو، او په دې توګه روسیه خپل ریښتینی دریځ اعلانوي. مسکو غواړي چې جګړه او وژنه دوام وکړي او د نړۍ له خوا د سخت فشار مستحق دی."
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف تېره اونۍ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته وویل چې "په هغو سیمو کې چې د کیف رژیم تر کنټرول لاندې دي د روسیې د خلکو حقونه باید په بشپړه توګه بیرته ورکړل شي،" هغه وویل چې دا اقدام به "د اوکراین د امنیتي تضمینونو په اړه د بحث لپاره زموږ اساس وي."
فورم \ دبحث خونه