د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي مشرانو او اوکرین په روسیې باندې د ټرمپ د نویو احتمالي بندیزونو د لګولو هرکلی کړی


اروپايي ټولنې مشرانو او د اوکراین ولسمشر د ملګرو ملتونو په عمومي کلنۍ غونډې کې د ولسمشر دونالډ ټرمپ د هغو څرګندونو هرکلی کړی، چې په اوکراین کې د روانې جګړې له کبله ممکن په روسیې باندې سخت بندیزونه ولګوي.

ولسمشر ټرمپ وویل چې متحده ایالتونه به د اوکراین د جګړې له کبله په روسیې باندې سخت مجازات تطبیق کړي او اروپا يې وهڅوله چې په دې هڅو کې ورګډه شي.

ټرمپ وویل: «که روسیه چمتو نه وي چې د جګړې د ختمولو لپاره یوه معامله وکړي، بیا متحده ایالتونه بشپړ چمتو دي چې د قوي تعرفو نوې مرحله تطبیق کړي، چې زه فکر کوم ډېر ژر به دا وینې تویدل بند کړي.»

ولسمشر ټرمپ وویل چې اروپا باید د دغه ابتګار تر شا ودرېږي چې تعرفې اغیزناکې شي. د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیت د تګلارې مشرې کایا کالاس وویل چې د روسیې په اړه د ولسمشر ټرمپ د «څرګندونو سره کلکه» موافقه ده.

نوموړې د سه شنبې په ورځ په نیویارک کې خبریالانو ته وویل: «هو- موږ په دې اړه ډېر مثبت یو، ځکه چې دا ټول مسائیل سم دي؛ هو- موږ باید د روسیې د انرژۍ اخیستل بند کړو؛ اوکراین باید دا جګړه وګټي...»

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي، چې د ټرمپ له خبرو وروسته له هغه سره ولیدل په روسیې باندې د ممکنه بندیزونو د لګولو او د اروپا له لوري له روسیې څخه د تیلو د اخیستلو د بندولو هرکلی وکړ.

هغه وویل: «موږ ستا د نظریې ملاتړي یو او غواړم په دې اړه وغږېږم چې د اروپا ځېنې هېوادونه څنګه بندولای شو- چې څنګه یې احتمالآ د روسیې د تیلو او ګازو له اخیستلو راوګرځوو.»

هغه وویل د سلواکیا له ولسمشر پیټر پيلیګریني سره يې چې هېواد يې د روسیې د تیلو ستر پېرودونکی دی، لیدلي: «زه فکر کوم هغوی ځینې بدیلو لارو ته ضرورت لري او هغوی به د دې نظریې ملاتړ وکړي.»

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG