د پاکستان صدراعظم، شهباز شریف، په افغانستان کې د ښځو د حقونو په ګډون، د بشري حقونو په خوندیتوب ټینګار وکړ.
شهباز شریف دا څرګندونې د جمعې په ورځ (د سپتمبر ۲۶) د ملګرو ملتونو اتیایمې عمومي غونډې ته د وینا په مهال وکړې.
شریف ټینګار وکړ چې "پاکستان د ټولو شریکانو سره د بشري مرستو د پراخولو، اقتصادي ودې او په افغانستان کې د ټول شموله سیاسي چوکاټ لپاره په دوامداره توګه" کار کوي.
خو هغه زیاته کړه چې "د افغانستان سرپرست حکومت (طالبان) باید د ښځو د حقونو په ګډون بشري حقونه" خوندي کړي.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو کړنې له پراخو نیوکو سره مخامخ دي، طالبان ادعا کوي چې په دې هېواد کې یې د ښځو حقونه د خلکو د فرهنګ په نظر کې نیولو سره او د اسلامي شریعت په چوکاټ کې تامین کړی او د ښځو بحث یې د افغانستان "داخلي موضوع" بللې ده.
شهباز شریف زیاته کړه چې پاکستان د افغانستان د نږدې ګاونډي او ورور هېواد په توګه "په سوله ییز افغانستان کې مستقیمه ونډه" لري.
د پاکستان صدراعظم یوځل بیا ادعا وکړه چې د "تحریک طالبان پاکستان" ډلې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان په ضد فعالیت کوي، او وویل: "موږ تمه لرو چې د افغانستان سرپرست حکومت به د ترهګرو ډلو په وړاندې اغیزناک اقدام وکړي او ډاډ ترلاسه کړي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هیواد په ضد د ترهګرۍ لپاره ونه کارول شي."
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، سیمه ایز او په خاصه توګه پاکستان، په دې هېواد کې د ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له طالبانو څخه یې غوښتي دي چې د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزې کې جدي اقدام وکړي.
خو طالبانو تل دا ډول اندېښنې رد کړي دي او ویلي دي چې هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه د کوم بل هېواد په خلاف ګټه پورته کړي.