د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا د هرات ولایت اسلامقلعه بندر ته د سفر پر مهال هیواد ته د بیرته ورستنیدونکو افغانانو د بد وضعیت له لیدو وروسته له نړیوالو وغوښتل چې د عاجلو بشري مرستو لپاره فوري اقدام وکړي.
اوتنبایوا وویل: "هغه څه چې باید د بیرته ستنیدونکو کورنیو لپاره د خوښۍ او د ستړیا د پای ته رسیدو شیبه وای، اوس له کړاو، رواني صدمو او نامعلوم برخلیک سره مل وضعیت دی."
هغې زیاته کړه چې هره ورځ لسګونه زره افغانان اکثره وخت په جبري او ناڅاپي توګه هیواد ته ورستنیږي، او دا وضعیت باید د نړیوالې ټولنې لپاره د خطر زنګ وي. "افغانستان، چې له مخکې وچکالۍ او دوامدار بشري بحران سره مخ دی، نشي کولی دا فشار یوازې وزغمي."
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال له پیله تر اوسه له ۱.۳ میلیونو زیات افغانان هیواد ته ورستانه شوي دي، او دا بهیر د ټولنې کمزوري سیستمونه له سقوط سره مخ کړي.
۷۰ سلنه خلک له فقر سره مخ دي، او ښځې او ماشومان تر ټولو زیات، نه یوازې له اقتصادي پلوه، بلکې د ټولنیزو خدماتو له محدود لاسرسي له امله د خطر سره مخ دي.
اوتنبایوا خبرداری ورکړ چې د مرستو د کمښت له امله اړ دي چې د خوړو، سرپناه یا خوندي انتقال ترمنځ دردوونکې پرېکړې وشي.
هغې وویل، که عاجلې مرستې برابرې نه شي، لکه کاري فرصتونه، ټولنیزې اسانتیاوې او د زیربناوو پراخول نو دا به د بېرته ورستنیدونکو او کوربه ټولنو ترمنځ بېثباتي، نوې بېځایه کېدنه، پراخ مهاجرت او سیمهییز خطرونه زیات کړي.
اوتنبایوا له مرستهکوونکو، پراختیايي شریکانو او سیمهییزو حکومتونو وغوښتل: "پټې سترګې مه تېریږئ. دا خلک باید یوازې پرېنښودل شي. دا وضعیت د نړېوالو ژمنو د نهپورهکیدو مستقیمه پایله ده. باید همدا اوس له سرچینو، همغږۍ او ژمنې سره اقدام وکړو. "
ملګري ملتونه د بشري مرستو او د بېرته ستنیدو سیمو لپاره د مرستو د پراخوالي یو ګډ او همغږی چوکاټ غواړي، او په عین حال کې د ایران، پاکستان او مرکزي آسیا له هیوادونو سره سیمهییزو خبرو ته لومړیتوب ورکوي، څو بېنظمه او غیررضاکارانه بیرته ستنولو مخه ونیسي.
اغلې اوتنبایوا زیاته کړه "د افغانستان ثبات د ګډو مسؤلیتونو پر بنسټ ولاړ دی. بېغوري به د ژوند په بیه او د شخړو په بیا پیل تمامه شي."
فورم \ دبحث خونه