د لاس رسي وړ اتصالات

د ماشومانو د ژغورنې سازمان: ښځې د کونړ زلزلې ځپلیو سیمو کې په خیمو کې زېږون کوي


په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې اداره وايي چې په کونړ کې د زلزلې له کبله روغتونونو ته تللې لارې بندې شوې او بې ځایه شوې مېرمنې تر خیمو لاندې ماشومان زېږوي.

د ملګرو ملتونو مقامات وايي چې د کونړ په زلزلې ځپلیو سیمو کې شاوخوا ۱۱۶۰۰ ښځې میندوارې دي، چې شاید په اینده میاشتو او د ژمي په درشل کې نوي ماشومان دنیا راوړي.

د ماشومانو د ژغورنې ادارې خبرداری ورکړی چې په ژمي کې په زلزلې ځپلیو سیمو کې به د دغو میندوارو میندو او نویو زېږېدونکو ماشومانو ژوند له خطر سره مخامخ وي.

دغه سازمان وايي چې په هغو ولسوالیو کې، چې زلزلې ډېرې ځپلې دي، ۹۰ په سلو کې کورنۍ تر خیمو لاندې اوسېږي او تقریبآ ۳۰زره ماشومان په ازادې فضا کې ژوند کوي.

په راپور کې راغلي دي چې له غرونو څخه د لویو ډبرو غورځېدل او په ژمي کې بارانونه ځپل شویو سیمو ته د ورغلیو لارو د بندېدونو خطر نور هم زیاتوي.

دغه سازمان ویلي دي چې لا هم ځینو ځپل شویو سیمو ته لارې بندې دي او خلک او مرسته رسوونکي ورته پلي تګ راتګ کوي.

په کونړ کې د تېرې میاشتې زلزلې څه باندې ۲۲۰۰ کسان مړه کړل، ۳۶۰۰ نور کسان یې ژوبل کړل، څه باندې ۶۷۰۰ کورونه یې زیانمن او تقریبآ ۵۰۰زره کسان یې، چې اکثریت یې ښځې دي، بې ځایه کړل.

ملګرو ملتونو د مرستو رسولو اړتیا ته په کتو د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د بشري چارو ښځینه کار کوونکو ته اجازه ورکړي چې زلزلې ځپلیو سیمو ته مرستې ورسوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG