د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: لومړیتوب مې د غزې وږیو خلکو ته خواړه برابرول دي


د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د بریټانیې د صدراعظم کایر سټارمر او د هغه میرمن سره
د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د بریټانیې د صدراعظم کایر سټارمر او د هغه میرمن سره

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د جولاۍ په ۲۸ مه (د زمري شپږمه) نیټه د بریتانیا له صدراعظم سره د لیدلو پر مهال وویل چې امریکا تر اوسه پورې غزې ته ۶۰میلیونه ډالره ورکړي دي او هیله لري چې دا مرستې به خلکو، په ځانګړي توګه ماشومانو او اړمنو کسانو ته ورسیږي.

کله چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سکاتلڼډ کې په خپل ګلف تفریحي ځای کې د بریتانا د صدراعظم کایر سټارمر سره ولیدل،غزه او نورې مهمې مسلې د خبرو په اجنډا کې شاملې وې.

د غزې په اړه د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې، ښاغلي ټرمپ وویل چې لومړیتوب یې وږیو خلکو ته خواړه برابرول دي، او ټینګار یې وکړ چې " ډیر له لوږې سره مخ دي." هغه وویل چې متحده ایالاتو ۶۰ میلیون ډالر مرسته کړې او "نور هیوادونه اوس خپلې مرستې زیاتوي.

"سټارمر د غزې د خلکو وضعیت "بشري بحران" وباله.

اسرائیل په دې اونۍ کې وویل چې د غزې په ځینو برخو کې یې هره ورځ د لسو ساعتونو لپاره پوځي عملیات ځنډولي دي ترڅو نورې بشري مرستې ورسول شي.

د امریکا ولسمشر د غزې وضعیت ته په اشارې وویل چې "هلته وضعیت ډیر خراب دی" او زیاته یې کړه چې متحده ایالات به د غزې له خلکو سره مرستې ته دوام ورکړي.

د برتانیې صدراعظم هم د غزې وضعیت ناورین وبالو او ویې ویل چې باید ډاډ ترلاسه شي چې مرستې د غزې خلکو ته ورسیږي.

ټرمپ زیاته کړه "اوس مهال د حماس سره معامله کول ګران دي. دوی یرغمل شوي کسان خوشې نه کړل. دوی کله ناکله یو څو کسان خوشې کوي، خو ټول نه. دوی فکر کوي چې تر هغه چې یرغمل شوي کسان لري دوی به خوندي وي. دا ریښتیا نه ده."

د امریکا ولسمشر دا هم وویل: "زه د بنیامین نتنیاهو سره په اړیکه کې یم. موږ پوهیږو چې یرغمل شوي کسان چیرته دي. موږ نه غواړو چې له تاوتریخوالي سره عمل وکړو او لاړ شو او بې ګناه خلک ووژنو."

د بریتانیې له صدراعظم سره د غزې د مذاکراتو په اړوند د امریکا ولسمشر ټرمپ د ایران په ویجاړونکي رول ټینګار وکړ او ویې ویل: "ایران هغه څه وايي چې باید ونه ویل شي."

د امریکا ولسمشر وویل چې ایران په دې وروستیو اونیو کې د حماس ترهګرې ډلې ته د "بدو پیغامونو" په لیږلو سره د غزې په خبرو اترو منفي اغیزه کړې ده.

د ټرمپ په وینا، ایران د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د سولې په خبرو اترو کې مداخله وکړه او "حماس ته یې داسې نښې نښانې او دستور ورکړل چې په هیڅ ډول ښه نه وو."

هغه دا هم وویل: "سره له دې چې دوی ته کلک ګوزار ورکړل شوی، موږ ښه پیغامونه نه ترلاسه کوو ... موږ د دوی اټومي تاسیسات ویجاړ کړل. که اړتیا وي، موږ به بیا په خوښۍ د دوی په وړاندې اقدام وکړو."

د امریکا ولسمشر زیاته کړه: "دوی بدې نښې نښانې او پیغامونه لیږي. هغه هیواد چې اټومي تاسیسات یې ویجاړ شوي دي باید ښه کار وکړي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر د غچ اخیستلو او داسې نورو شیانو په څیر څرګندونې وکړې، کوم چې ښه نه دي. دوی حماس او هغو ډلو ته پیغامونه ورکړي دي چې دوی یې ملاتړ کوي، کوم چې بد دی."

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې هغه، هغه ۵۰ ورځنی ضرب الاجل کموي چې روسیې ته یې د اوکراین په جګړه کې د اوربند لپاره ورکړی و.

ولسمشر ټرمپ په سکاټلنډ کې د برتانیې د صدراعظم کایر سټارمر سره په خبرو کې، وویل چې هغه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه "ډیر مایوسه" شوی دی ځکه چې د روسیې پوځ د اوکراین ښارونه په نښه کولو ته دوام ورکوي.

ټرمپ د دې میاشتې په پیل کې، روسیې ته د اوربند موافقې ته د رسیدو لپاره ۵۰ ورځنی ضرب الاجل ورکړ، او خبرداری یې ورکړ چې که چیرې په دې کار کې ناکامه شي نو د امریکا له خوا به د سختو سوداګریزو تعرفو سره مخ شي.

د امریکا ولسمشر یادونه وکړه چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ورته ویلي وو چې هغه غواړي "له ایران سره مرسته وکړي."

ډونالډ ټرمپ وویل چې "ما ورته وویل، نه، زه نه غواړم. تاسو د اوکراین سره خپله جګړه پخپله حل کړئ."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG