د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې متحده ایالات کولی شي "که اړتیا وي" د ایران پر اټومي تاسیساتو بیا برید وکړي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ، د جولای په ۲۱مه، د ایران د بهرنیو چارو د وزیر عباس عراقچي د څرګندونو په اړه چې له فاکس نیوز سره یې د مرکې په ترڅ کې کړې، غبرګون وښود.
ښاغلي ټرمپ په ټولنیزه شبکه ټروت سوشیل کې په یوه پوسټ کې لیکلي چې "د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ایران د اټومي تاسیساتو په اړه وویل: 'زیان ډیر سخت دی، [تاسیسات] ویجاړ شوي دي." ترمپ زیاته کړه "البته چې همداسې ده، لکه څنګه چې ما ویلي و، او که اړتیا وي، موږ به بیا [برید] وکړو!".
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروسته له هغه خبرداری ورکړ چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د جون په میاشت کې په بریدونو کې درې اټومي تاسیسات سخت زیانمن شوي دي. ښاغلي ټرمپ، د فاکس نیوز د کوربه نوم واخیست، او وې ویل چې هغه بریټ بایر ته هم په دې اړه خبر ورکړی و.
ولسمشر ټرمپ د سي این این خبري شبکه هم "دروغجنه" وبلله او ویې ویل، "دا باید سمدلاسه خپل جعلي "خبریال" له دندې ګوښه کړي او له ما او هغو سترو پیلوټانو څخه بښنه وغواړي چې د ایران اټومي تاسیسات یې ویجاړ کړي دي."
مخکې له دې د پنټاګون ویاند د ځینو رسنیو لخوا د عملیاتو د اغیزو په اړه د ادعاوو په ځواب کې د نیمې شپې چکش د عملیاتو په اړه غبرګون ښودلی و او دغه رسنۍ یې "دروغجنې رسنۍ" بللې وې، او ویلي چې د دوی "اعتبار" " د ایران د اټومي تاسیساتو اوسني وضعیت ته ورته دی."
د پنټاګون جګپوړي ویاند شان پارنیل د تیرې پنجشنبې په ورځ، په یوه بیان کې امریکا غږ ته وویل، "د دروغجنو رسنیو اعتبار د ایران د اټومي تاسیساتو اوسني وضعیت ته ورته دی، کوم چې ویجاړ شوي او خاورې ایرې شوي دي او بیا رغونه به یې کلونه وخت ونیسي."
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د امریکایي شبکې فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل چې د ایران اټومي تاسیسات د امریکا په بریدونو کې دومره زیانمن شوي چې د هغه حکومت نشي کولی په اوسنیو شرایطو کې د یورانیمو غني کولو ته دوام ورکړي.
د فاکس نیوز سره د عراقچي مرکه پرون د دوشنبې په ورځ خپره شوه. ډونالډ ټرمپ مخکې ویلي وو چې د امریکا هوايي بریدونو د فردو، نطنز او اصفهان په دریو اټومي ځایونو باندې، چې د هغه په امر ترسره شوي وو، د ایران اټومي پروګرام "په بشپړه توګه ویجاړ" کړ.
د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو هم ویلي وو چې موږ "د ایران اټومي پروګرام په اوبو لاهو کړ."
فورم \ دبحث خونه